ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شل اوریز کرکټ کې نوي نړۍوال ریکارډونه جوړ شول

په شل اوریز کرکټ کې نوي نړۍوال ریکارډونه جوړ شول

author avatar
27 Mar 2023 - 03:04
په شل اوریز کرکټ کې نوي نړۍوال ریکارډونه جوړ شول
author avatar
27 Mar 2023 - 03:04

اټلانټا (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱): د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې ګڼ نوي ریکارډونه هغه مهال جوړ شول چې سوېلي افریقا په یوه لوبه کې د ویسټ انډیز له خوا ورکړل شوی د ۲۵۸ منډو ستر هدف ترلاسه کړ.

دا لوبه د وري په ۶مه د سوېلي افریقا په کوربه‌توب د سنچورین په ښار کې ترسره شوه.

د دې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله، خو لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه؛ د ویسټ‌انډیز توپ‌وهونکو تیزه لوبه وکړه او د ګڼ شمېر شپږیزو او څلوریزو پر مټ یې په شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۸ منډې جوړې کړې.

خو د سويلي افریقا لوبغاړو دا ستر هدف د نولسم اوور په پنځم توپ ترلاسه کړ او نوی نړۍوال ریکارډ یې جوړ کړ.

د کرکټ د مشهورې وېبپاڼې (کرېک انفو) معلوماتو له مخې، لومړی ریکارډ د سوېلي افریقا له خوا د تر ټولو ستر هدف ترلاسه کول وو؛ تر اوسه بلې کومې لوبډلې دومره ستر هدف نه و ترلاسه کړی.

له دې مخکې اسټرالیا د نیوزلینډ له خوا ورکړل شوی د ۲۴۴ منډو هدف ترلاسه کړی و چې دا ریکارډ مات شو.

دغه په یوه شل اوریزه نړۍواله لوبه کې د لومړي ځل لپاره د دواړو لوبدلو له خوا ډېرې ۵۱۷ منډې جوړې شوې.

په دې لوبه کې د دواړو لوبډلو له خوا د زیاتو شپږیزو او څلوریزو وهلو نوی نړۍوال ریکارډ هم جوړ شو؛ دواړو لوبډلو په دې لوبه کې ۳۵ شپږیزې  او ۲۸ څلوریزې ووهلې، له دې مخکې د بلغاریا او سربیا ترمنځ لوبه کې ۳۳ شپږیزې وهل شوې وې.

ویسټ انډیز په خپل اننګز کې ۲۲ شپږیزې ووهلې او  خپل پخوانی ریکارډ یې برابر کړ، دوی له دې مخکې د افغانستان پر وړاندې هم په یوه لوبه کې ۲۲ شپږیزې وهلې وې او نړۍوال ریکارډ یې جوړ کړی و.

دغه راز په دې لوبه کې ۳۹۴ منډې د شپږیزو او څلوریزو پر مټ وشوې چې دا هم په یوه لوبه کې ریکارډ دی؛ له دې مخکې په یوه لوبه کې ۳۴ منډې په شپږیزو او څلوریزو شوې وې.

په دې لوبه کې دغه راز ځینې نورې ځانګړې کارکردګۍ هم وشوې؛ د سوېلي افریقا ډیکوک د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې شپږمه تیزه سلیزه ووهله، هغه په ۴۳ توپونو خپله سلیزه پوره کړه.

د ویسټ انډیز جانسون چارلیس دویم لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې تیزه سلیزه وهي؛ له دې مخکې تیزه سلیزه په ۳۵ توپونو وهل شوې وه خو هغه د خپل هېواد له خوا لومړی لوبغاړی شو چې تیزه سلیزه وهي؛ له دې مخکې دا ریکارډ د کریس ګیل و.

د سوېلي افریقا لوبډلې په پاور پلې یا لومړیو شپږو اوورونو کې ۱۰۲ منډې جوړې کړې چې دا په خپله یو ریکارډ دی.

Visits: 2580

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.