کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کورني کرکټ اړوند د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ نن په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پيل شوې.
کرکټ بورډ د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې دغه سیالۍ نن سهار د اړوند چارواکو په حضور کې د ننګرهار ولایت د غازي امانالله خان کرکټ لوبغالي کې پيل شوې.
سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې ۱۲ ولایتي لوبډلې ګډون لري چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې او هره لوبډله به په خپل ګروپ کې پنځه - پنځه لوبې کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ننګرهار او کندوز لوبډلو ترمنځ کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندوز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې ده.
یادې سیالۍ به د ۱۷ ورځو لپاره په خوست او ننګرهار ولایتونو دوام ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











