د کونړ شیګل کې د خونې چت لوېدو له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تېره شپه د یوه کور د خوني چت لوېدلی چې له امله یې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تېره شپه د یوه کور د خوني چت لوېدلی چې له امله یې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
معراج بيبي ایله د پنځو میاشتو وه چې پر کور يې د بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي برید وشو، د مور او پلار په ګډون يې د کورنۍ ۱۵ غړي له لاسه ورکړل او دا په داسې حال کې ژوندۍ پاتې شوه چې یوه پښه يې پرې شوې وه.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې يې د امریکايي پوځيانو په هوايي برید کې مېرمن او څلور زامن له لاسه ورکړي، اوس رواني ستونزې ورته پيدا شوې دي.
د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې نن د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.
د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څلورو معلولینو - چې یو ورور او درې خویندې دي - په خپل کور کې د صابون جوړولو وړه کارخونه جوکړه کړې ده. یاد کسان چې…
په کونړ کې د وسلو راټولولو کمېسیون وايي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې او پوځي مهمات راټول شوي دي.
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د قومونو تازه تړون له مخې، که هر څوک د ځنګلونو ونې ووهي، د هرې ونې پر سر به دوه زره افغانۍ جریمه ورکوي. د دې ولسوالۍ یوه قومي…
کونړ کې حکومتي مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز اړوند د یارګل سیمې یوه کور کې د داعش ډلې دوه وسلهوال وژلي او یو يې ژوندی نیولی دی.
د کونړ په لسو ولسوالیو کې پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۵۰۰ سیمهییزو ټولګیو د فعالېدو اعلان وشو.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د ننګلام تنګي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یوه پله د جوړولو چارې پیل کړې. د یادې سیمې خلکو د دغه ۱۲ مترو په اوږدوالي کانکریټي پُل جوړولو…
د کونړ ولایت په څوکۍ او خاص کونړ ولسوالیو کې نن د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) په مالي ملاتړ، د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو کرنیزو پروژو چارې بشپړې شوې.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت د مالټو په حاصلاتو کې څه باندې ۴۰۰ ټنه زیاتوالی راغلی دی. د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي…
د کونړ د جګو غرونو په غېږ کې راګېر پېچ درې ولسوالۍ په زوړ منډۍ کلي کې د یوه کس شپږ بچیان پر ناعلاجه ناروغۍ اخته شوي دي.
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د سړک غاړې میان چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي. د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیبالله حنیف د لېندۍ په ۵مه پژواک خبري اژانس ته…
د کونړ ولایت اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د تېر نظام د نیمګړو پروژو کارونه دې بشپړ کړي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي، د دوی ځواکونو په دغه ولایت کې د «خوارجو» دوه مهم غړي وژلي دي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي، نن سهار یوه نامسوول وسلهوال د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې په ډزو یو کس وژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د کونړ د کلیو پراختيا او بیارغونې ریاست وايي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اېایچایف) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
امنیتي سرچینې وايي، په کونړ ولایت کې يې د ۷ اعشاریه ۳ میلیون افغانیو په لګښت د ځینو هغو دولتي ودانیو د ترمیم چارې پیل کړې چې د تېرو جګړو له امله تخریب شوې دي.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ په هیلګل دره کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي همکارۍ، د څلورنیم میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په کونړ ولایت کې پر ۱۹زره زدهکونکو د قرطاسيې د وېش لړۍ پيل کړه.
د کونړ مرکز اسعداباد کې د زرګونو کسانو په ګډون جوړه شوې درې ورځنۍ تبلیغي اجتماع په هېواد کې د تلپاتې سولې، ثبات او یووالي په دعا نن پای ته ورسېده.
د استخباراتو ریاست وایي، په کونړ ولایت کې د یو لړ عملیاتو پرمهال د داعش ډلې درې غړي وژل شوي دي.
د کونړ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اېایچایف) په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسونې دوې شبکې فعالې شوې.