کابل (پژواک ٢٥ تله ٩٠): د کابل- مزارشريف او وروسته له کابل څخه تر تورخم پورې د اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار د ٢٠١٢ زېږديز کال په لومړيو کې پيل او تر ٢٠١٤ کاله به بشپړ شي.
دغه څرګندونې د کانونو د وزارت وياند جواد عمر پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل، چې د هغه تړون له مخې چې د لوګر د مس عينک پروژې د ام سي سي (MCC) چينايي کمپنۍ سره شوى دى، د ام سي سي کمپنۍ بايد د داوطلبۍ د پروسې له لارې د دغې پروژې د تخنيکي مطالعاتو لپاره ځانګړى خدماتي شرکت وټاکي.
نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله د چينا ريلوى مشهور شرکت چې د افغانستان له خاورې سره اشنايي لري او په تېرو وختونو کې د نړيوال بانک له مرستو څخه د پلخمري- شبرغان او کندوز- تالقان د سړکونو او همدارنګه د اروپايي ټولنې په مرسته د کابل- جلال اباد د سړک کار يې سرته رسولى دى، د داوطلبۍ په بهير کې ګټونکى وپېژندل شو.
د لوګر د مس عينک د پروژې د تړون له مخې، چې په ١٣٨٧ کال کې له ام سي سي شرکت سره لاسليک شوى، د ام سي سي شرکت د مسو او نورو توليداتو د لېږد په موخه د اوسپنې پټلۍ هم جوړوي.
جواد عمر وويل، چې د چينا ريلوې شرکت به په نږدې راتلونکي کې د کابل- مزارشريف او په دويم پړاو کې له کابل څخه تر تورخم پورې د اوسپنې د پټلۍ، چې په ټوليزه توګه ٩٢١ کيلومتره کېږي، د تخنيکي مطالعاتو کار پيل کړي.
د نوموړي په وينا، د اوسپنې د دغې پټلۍ په جوړولو سره چې تراوسه يې د مسير ټاکل وروستى شوى نه دى، د عينک کان د معدني موادو پورې به محدود پاتې نه شي، بلکې ورڅخه به په نورو برخو، لکه سوداګرۍ او ترانزيت کې هم کار واخيستل شي.
خو نوموړي وويل، چې په هېواد کې د مسو او اوسپنو پروژې به د اوسپنې د پټلۍ له لارې له يوې منظمې انتقالاتي شبکې پرته هېڅکله پراختيا ونه مومي.
د نوموړي په وينا، د دغې پروژې لګښت به له تخنيکي مطالعاتو وروسته د چينا ريلوې د شرکت له خوا تخمين شي.
د کانونو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هېواد د کانونو وزير ټينګار کړى، چې په هېواد کې د اوسپنې د پټليو جوړول يوه پېچلې پديده ده؛ نو له همدې امله اړينه ده، ترڅو د حکومت په چوکاټ کې د اوسپنې د پټلۍ خپلواکه اداره رامنځته شي او همدارنګه ټينګار کوي، چې د اوسپنې د پټليو جوړول به زياتره په افغانستان د کانونو له پروژو سره تړاو ولري؛ نو په همدې خاطر دغه چاره زياتره د کانونو په وزارت پورې اړونده کېږي.










