منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

چين له عامې روغتيا وزارت سره لسګونه امبولانس ګاډي مرسته کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک ٢٦ تله٩٠): چين هېواد له عامې روغتيا وزارت سره پنځوس عرادې امبولانسونه او يوه اندازه طبي وسايل مرسته کوي.

هغه خبرپاڼه، چې نن د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي، چې د دغې مرستې تړون نن د عامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکتر ثريا دليل او په کابل کې د چين هېواد اقتصادي او سوداګريز مستشار هوګن چن (Wu Gang Chen) تر منځ لاسليک شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هوګن چن ويلي، چې ياد امبولانسونه به له يو اندازه طبي وسايلو سره ډېر ژر د عامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړي.

په خپرپاڼه کې د هوګن چن له خولې ويل شوي، چې چين به په راتلونکي کې هم ٥٠ عرادې نور امبولانسونه د هېواد د عامې روغتيا له وزارت سره مرسته وکړي.

سرچينې زياته کړه، چې په دې ليدنه کې ډاکتر دليل له يادې مرستې د ستاينې ترڅنګ د جمهوريت روغتون ځينې نيمګړتياوې، چې د چين هېواد له خوا جوړ شوى، د چين له مستشار سره مطرح کړې.

د خبرپاڼې په پاى کې ويل شوي، چې د چين سفارت مستشار د جمهوريت روغتون د نيمګړتياوو لرې کولو ژمنه کړې او زياته يې کړه، چې هېواد يې چمتو دى ، څو د جمهوريت روغتون د څارنې او ساتنې په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د جمهوريت روغتون په ودانۍ کې د تهويې سيسټم او د عمليات د خونو د کمښت ستونزې شتون لري.

د ياد روغتون زړه ودانۍ په ١٣٨٣کال کې د چينايي انجنيرانو له لوري د جوړېدو پر مهال ونړېده او د نوې لس پوړيزې ودانۍ د رغونې چارې، چې ٣٥٠ بسترونه لري، د چين هېواد له خوا د ٢٥ ميليونو ډالرو په مرسته د ١٣٨٥کال په لړم مياشت کې پيل او درې کاله وړاندې بشپړه شوه.

خو تر اوسه له يادې ودانۍ او په کې له پرمختللو طبي وسايلو څخه استفاده نه کېږي.

د عامې روغتيا وزرات مسوولين وايي، چې په ياد روغتون کې ٢٤٨ قلمه عصرى سامان الات او طبي وسايل لکه: التراساونډ، سټي سکن، د وينې د تصفيې ماشين، تورې او سپينې د اکسرې دستګاوې، د اکسيجن د توليد وسايل، د زړه د ګراف ماشينونو او په داسې نور، د ٣ ميليونو ډالرو په ارزښت د چين په بلاعوضه مرسته سنبال شوى دى.

ولسمشر حامدکرزي تېر کال د وږي په ١٧مه، په کراچۍ ښار کې د اغاخان پوهنتون له رييس فيروز رسول او په افغانستان کې د کريم اغاخان له استازي علي موجي سره د ارګ په ماڼۍ کې د ليدنې پر مهال له يادې شبکې غوښتنه کړې وه، څو دغه روغتون فعال کړي.

خو ياد روغتون لا هم غير فعال دى.

جمهوريت روغتون اوسمهال په پخواني اداري تعمير او يو شمېر د لرګيو په خونو کې، چې د چين هېواد له لوري جوړې شوې دي او ١٢٠ بستره لري، د داخله، عمومي جراحي، يورولوژي او د وينې د ناروغانو په برخه کې فعاليت کوي.