منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په پاکستان کې دى افغان ټلوېزيونونوته د کېبل له لارې د خپرونو اسانتيا برابري شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

اسلام اباد(پژواک٢٧تله٩٠): افغان ټلوېزيونونو ته دې په پاکستان کې د کېبل له لارې د خپرونو اسانتياوې برابرې شي.

 دغه مطلب په هغه خبرپاڼه کې راغلى، چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت لخوا  د تلې په ٢٧ مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

 افغان سفير عمر داوودزي،نن دپاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو له وزيرې وغوښتل ، چې افغان ټلوېزونونو ته دې په پاکستان کې د کېبل له لارې د خپرونو اسانتياوې برابرې شي.

 خبرپاڼه زياتوي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفيرعمر داوودزي د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو وزيرې فردوس اعوان سره وکتل او د ليدنې پرمهال دواړو خواوو د کابل او اسلام اباد ترمنځ  د مطبوعاتي اوکلتوري اړيکو پر اغيزمنتوب او لاپراختيا ټينګار وکړ.

 د سرچينې په وينا، په دغه ليدنه کې د افغان ټلوېزيونونو د خپرونو په برخه کې فردوس اعوان ژمنه وکړه، چې د حل لپاره به يې خپلې ټولې هڅې وکړي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان سفير داوودزي له وزيرې وغوښتل، چې د مطبوعاتو او کلتور په برخه کې د هوکړه ليک کومه مسوده، چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا دوى ته رالېږل شوې، تمه ده، چې د لازمو اجراتو له ترسره کېدو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ لاسليک شي.

 همداراز، فردوس اعوان په دې لېدنه کې وويل، چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لاپياوړتيا په موخه د يوې فرهنګي او مطبوعاتي ډلې سره افغانستان ته په نږدې راتلونکې کې سفر وکړي او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته يې هم پاکستان ته د راتلو بلنه ورکړه.