کندهار (پژواک ٢٨ تله ٩٠) : د کندهار ولايت د دوولسمو ټولګيو له ٥٦ تنو ښځينه فارغينو څخه د قابلګۍ د زده کړې لپاره ازموينه واخيستل شوه.
ازموينه د کندهار ښار په مېرويس روغتون کې واخيستل شوه، چې له دې لارې به ٣٥ تنو برياليو نجونو ته د دوو کلونو لپاره د کندهار د طبي علومو په انسټيټوټ کې د دوو کلونو لپاره د قابلګۍ زده کړې ورکړل شي.
د کندهار د طبي علومو د انسټيټوټ مشرې ډاکټرې نسرين بارکزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ازموينې لپاره د دوو لسمو ټولګيو څخه فارغو شويو ٧٩ تنو نجونو نوم لېکنه کړې وه، خو ازموينې ته ٥٦ تنې راغلې دي.
هغې زياته کړه، له دې ډلې به ٣٥ تنې هغه نجونې، چې په ازموينه کې بريالۍ شي، د طبي علومو د انسټيټوټ د قابلګۍ د زده کړو په دوه کلن کورس کې شاملېږي.
بارکزۍ وويل: ((د کندهار د طبي علومو انسټيټوټ تر دې وړاندې هم د حوزې په کچه په شپږو دورو کې په هر ځل ٣٥ تنې قابلګانې فارغې کړي، د اوومې دورې زده کوونکې اوسمهال د دوهم کال په زده کړو بوختې دي او د اتمې دورې لپاره نن ازموينه واخيستل شوه.))
د نسيمې په نوم يوه نجلۍ، چې د احمد شاه بابا ليسې له دوولسم ټولګي فارغه شوې او په ازموينه کې يې ګډون کړى و، وايي، د قابلګۍ د کورس لپاره په دې خاطر ازموينه ورکوي، چې د کندهار د مېرمنو لپاره د زېږون پر مهال خدمت وکړي.
دا وايي: ((دا چې د کندهار ولايت په ليرې پرتو سيمو او ولسواليو کې روغتيايي اسانتياوې کمې دي، د زېږون پر مهاال د مېندو د مړينې کچه ډېره ده، نو په دې اساس په دې ولايت کې قابلو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.))
د نوموړې په وينا، له کورس څخه تر فارغېدو وروسته به يې هڅه دا وي، چې د لېري پرتو سيمو د مېرمنو لپاره به روغتيايي خدمتونه تر سره کوي.









