جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٠): په ختيځو ولايتونو کې ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ پر ضد د څاڅکو ورکولو کمپاين نن په داسې حال کې پيل شو، چې په کونړ او ننګرهار کې يې تازه دوه پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا ځايي چارواکي وايي، چې د پاکستان د قبايلي سيمو د ناامنۍ له امله په ننګرهار او کونړ کې د را اوښتو کډوالو دوه ماشومان د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې تېره شپه د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په فتح مېنه کې د شېرمحمد په نوم يو ٤٨ مياشتنى ماشوم ترطبي معايناتو وروسته د پوليو يا ګوزڼ ناروغ وپېژندل شو.
نوموړي زياته کړه، چې د رشيدخان په نوم يو بل ماشوم هم د روانې مياشتې په دويمه اونۍ، تر طبي معايناتو وروسته د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پوليو پر ناروغۍ اخته شوى و.
د عامې روغتيا رييس وويل، چې په پوليو اخته ماشوم درملنه نه لري او لازمي ده، چې هغه به معيوب کېږي.
ډاکتر شېرزاد وايي، له دوى سره داسې همکارې موسسې شته، چې د ناروغو ماشومانو د غړو په پياوړتيا او د هغو د بيا ځلې په ګرځېدو کې ورسره مرسته کوي.
د نوموړي پر وينا، د هېواد په کچه د پوليو يا ګوزڼ ٤١ مثبتې پېښې موجودې دي.
ډاکتر شېرزاد وويل، چې د نوو پېښو له ليدو وروسته تر راتلونکې شنبې ورځې د عامې روغتيا وزارت په پام کې لري د ننګرهار په ٨ او د کونړ په ٦ سرحدي ولسواليو کې يو ځانګړى کمپاين پيل کړي.
د يادونې ده، چې نن د يکشنبې ورځ (د لړم لومړۍ نېټه) د ٥٥٠٠ روغتيايي کارکوونکو له لوري د ختيځو ولايتونو ٧٧١زره ماشومانو ته د پوليو او ٦٩٤زرو ته د ويټامين اې د تطبيق درې ورځنى کمپاين پيل شو.










