منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

له خوست ولايت سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

خوست ښار (پژواک ٢ لړم ٩٠): افغان دولت او مرستندويه ټولنو ژمنه وکړه، چې په خوست کې به بېلابېلې پروژې پلې او د دغه ولايت په پرمختګ کې به مرسته وکړي.

د خوست ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه د لړم په دويمه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه ولايت کې به ډېر ژر د حکومت او مرستندويه ټولنو له لوري د بيارغونې بېلابېلې پروژې پلې شي.

سرچينه وايي، چې په دغو پروژو کې د شيخ زايد پوهنتون او اداري کمپلکس تر منځ د لوى پول جوړېدل، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د ژورو څاګانو کيندل او په خوست ښار کې د ښوونځيو، عامه کتابتون او موزيم لپاره د ودانيو جوړېدل شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اقتصاد وزارت ژمنه کړي، چې په راتلونکي ۱۳۹۱کال کې به خوست ته د وارداتي برېښنا د مزيو د غځولو لپاره بوديجه ځانګړې کړي او کار به يې پيل شي.

 د خبر پاڼې له مخې، چې د کليو د پراختيا وزارت ورسره د ۸۰۰۰ سېټونو په شمېر د ګبيون يا اوسپنيزو جاليو د ورکړې ژمنه کړې، تر څو په دغه ولايت کې د سختو سېلابونو د راوتو پر وخت ترې د زراعتي ځمکو په ژغورنه کې ګټه پورته شي.

سرچينه زياتوي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم ژمنه کړې، په دغه ولايت کې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې زياتې ټولګټې پروژې پلې کړي، څو د خوست ولايت خلک په راتلونکي کې هم د دغه بوټې کرلو ته زړه ښه نه کړي.

د خبرپاڼې په حواله، په دغو ژمنو کې د ازادۍ مېنې په ساحه کې د دوو ښوونځيو لپاره د ودانيو، د خوست په ښار کې د عبدالحي حبيبي لېسې لپاره د يوه ستر تعمير او په خوست کې د عامه کتابتون لپاره د ودانيو جوړېدل شامل دي.

د خبر پاڼې له مخې، يونيسف (د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق) مرستندويه موسسې هم وعده کړې، چې د ۶۰ په شاوخوا کې د نويو ژورو څاګانو سربېره به د تېر کال پاتې شوې پروژې هم پلې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د خوست د مشرانو يو ۱۹کسيز پلاوى د ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د مهمو بنسټيزو پروژو د منظورۍ په موخه پلازمېنې کابل ته څو-څو ځلې سفرونه وکړل.

د دغه پلاوي د هڅو په پايله کې په دغه ولايت کې د ملکي نړيوال هوايي ډګر، د ګمرک تاسيسات، په اداري کمپلکس کې د معدن، اقتصاد او په ورته بڼه نورې لويې او وړې پروژې عملاً پيل شوې.

 دغه ١٩کسيز پلاوى د خوست له علماوو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو استازو او له دولتي چارواکو جوړ شوى و، چې په کابل کې يې د افغان دولت او مرستندويه ټولنو له استازو سره وليدل او له هغو څخه يې په خوست کې د بيارغونې د پروژو پلې کول وغوښتل.