کابل (پژواک ٣ لړم ٩٠): د عامې روغتيا وزارت د بې کيفيته درملو د واردولو او پلورلو د مخنيوي او په دې برخه کې د شته ستونزو د لرې کولو په موخه، د درملو پاليسي چې اووه کاله مخکې جوړه شوې وه، نوې کوي.
په همدې اړه د دغې پاليسۍ پر مسودې د يوه ورکشاپ په ترڅ کې چې نن په کابل کې جوړ شو، بحث او خبرې اترې وشوې.
د عامې روغتيا وزارت د فارمسۍ د چارو مشرۍ فارمسستې عايشې نورزايي پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه پاليسي چې اوس مهال ورڅخه کار اخيستل کېږي، بشپړه نه ده او ځينې مهم ټکي، لکه په خصوصي سکتور کې اساسي درمل، د ګياهي درملو جواز، د غير اساسي درملو مرسته او د هېواد دننه د درملو د توليد د سکتور ملاتړ به په کې شامل کړاى شي.
د نوموړې په وينا، ځينې نور موضوعات لکه ماليات، ګمرکي تعرفې او بيې، په خصوصي سکتور کې اساسي درمل او اکمالاتي سيستم، چې اوس مهال په پاليسۍ کې نشته، په نوې پاليسۍ کې به شامل کړاى شي.
سرچينې زياته کړه، چې اوس مهال د عامې روغتيا په وزارت کې يواځې يو لابراتور شته، چې د وارداتي درملو د کيفيت د تثبيت لپاره بسنه نه کوي.
نورزايي وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې د درملو سکتور ته لږه پاملرنه شوې ده.
نوموړې څرګنده کړه، چې د درملو پاليسي به تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې بشپړه او پلې شي.
په دغه ورکشاپ کې د عامې روغتيا وزارت د فارمسۍ د چارو رياست او د درملو په برخه کې د ملي او نړيوالو موسسو نږدې ٨٠ استازو ګډون کړى وو او د يادې شوې مسودې په اړه يې خپل نظريات وړاندې کړل.










