فراه (پژواک ٤ لړم ٩٠): د فراه ولايت د محبس نوې ودانۍ نن په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د فراه د محبس امر ډګروال سيد محمد رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت د محبس نوې ودانۍ د محبس پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه، په ٧٠٠ متر مربع ځمکه کې د امريکا متحده ايالتونو له خوا د٤٠ ميليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول رغول شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دا ودانۍ د ٣٣ خونو او درې سترو سالونونو په لرلو سره د ٥٠٠ بنديانو وړتيا لري.
د يادې شوې ودانۍ د پرانېستلو په مراسمو کې د فراه د چارواکو ترڅنګ، د محابسو عمومي رييس جنرال جمشېد او په افغانستان کې د امريکا سفير رايان کراکر ګډون کړى وو.
د دې محبس ودانۍ په داسې حال کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده، چې تېر کال د دې ولايت له زاړه محبس څخه دوه ځلې يو شمېر بنديانو پښې سپکې کړې وې.
د فراه د محبس امر زياته کړه، چې مخکې ودانۍ وړه وه او يواځې د ٧٠ بنديانو وړتيا يې درلوده؛ نو ځکه په ١٣٨٨ کال کې ١٣ محبوسين او تېر کال ١١ محبوسين په تېښته بريالي شول، چې يو شمېر يې بېرته نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په نوې ودانۍ کې بنديان، چارواکي او د محبس ساتونکي د خونو او نورو اړتياوو له اړخه ستونزه نه لري او ساتونکي په ښه توګه د محبس امنيت ساتي.
په ورته وخت کې د فراه مدني ټولنو د محبس د نوې جوړې شوې ودانۍ ځاى مناسب نه بولي.
د فراه د مدني ټولنو يوه فعال عبدالرحمن پژواک ته وويل، چې د دې ولايت د محبس نوې او پخوانۍ ودانۍ د استوګنې په سيمه کې موقعيت لري او شاوخوا مېشتې کورنۍ يې د مصوونيت احساس نه کوي او له امنيتي اړخه پرته هم د محبس لپاره داسې ځاى مناسب دى.
هغه زياته کړه، چې له ښار څخه بهر د محبس د ودانۍ لپاره پراخې سيمې شتون لري او بايد مسوولينو، محبس له ښار څخه د باندې جوړ کړ وى.
د فراه محبس د امر د معلوماتو له مخې، د دې ولايت په محبس کې د ٣ ښځو په ګډون ٤٧١ تنه بنديان دي.










