قعله نو، سرپل (پژواک ٤ لړم ٩٠): په داسې حال کې چې د بادغيس ولايت د کليو د پراختيا د رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، په سرپل ولايت کې هم د اتو ټولګټو پروژو کار سرته ورسېد.
د بادغيس د کليو د پراختيا رياست ودانۍ نن (د لړم ٤مه) په درې پوړونو کې په پاخه او بنسټيز ډول بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د بادغيس د کليو د پراختيا مشر سيد رسول اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ودانۍ د جوړونې کار په اتو مياشت کې بشپړ شو.
د هغه په وينا، دا ودانۍ د اسپانيا د ولايتي بيارغونې ډلې (PRT) له لوري د ٣٢٤زرو ډالرو په ارزښت په زر متر مربع ځمکه کې جوړه شوې ده، چې ١٨ خونې او نور ملحقات لري.
سرچينې زياته کړه، چې تر دې وړاندې د کليو د پراختيا رياست ودانۍ چارې په يوه وړه دولتي ودانۍ کې ترسره کېدلې.
د دې رياست يوه کارکوونکي عبدالحليم پژواک ته وويل: ((تر دې وړاندې درې مديريتونو په يوه وړه خونه کې فعاليت کاوه.))
د هغه په وينا، اوس د هغوى د ځاى ستونزه هواره شوې ده او کولى شي، چې په ارام چاپېريال کې خپلې اداري چارې پرمخ يوسي.
د يو بل خبر له مخې، په سرپل ولايت کې اته ټولګټې پروژې له بشپړېدو وروسته نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د سرپل د کليو د پراختيا مشر انجنير جاوېد جاويد پژواک اژانس ته وويل، چې يادې شوې پروژې د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې د ملي پيوستون له لوري پلې شوې دي.
د هغه په وينا، په دې پروژو کې د اوبو رسولو دوه شبکې، چې هر يوه يې ٣٣٠٠ متره اوږدوالى لري، څلور پلونه او پولګوټي، دوه کيلومتره سړک او د اوبو دوه سربنده شامل دي، چې په نېغه توګه ترې نه درې زرو کورنيو ته ګټه ورسېده.
سرچينې څرګنده کړه، چې د دې پروژو کار شپږ مياشتې وړاندې پيل او د اتو ميليونو افغانيو په لګښت په داسې حال کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، چې د جوړولو په چارو کې د سيمې له خلکو څخه استفاده وشوه.
قربان يو له هغه کارکوونکو څخه دى، چې درې مياشتې د سربند په پروژه کې کار کړى، پژواک ته يې وويل: ((درې مياشتې مو په سربند کې کار وکړ، هم مو سربند جوړ کړ او هم مې دېرش زره افغانۍ ترلاسه کړې.))










