منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۳ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

ډاکټران: خلک دې درمل د ډاکټر د لارښوونې له مخې وکاروي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک ٦ لړم ٩٠): يو شمېر ډاکټران له خلکو غواړي چې درمل بايد په سمه بڼه او د ډاکټر له لارښوونې سره سم وکاروي او همدارنګه د عامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه لري چې د عامه پوهاوي پروګرامونه دې پر لار واچوي.

د عامې روغتيا وزارت د سروې له مخې، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د هېواد په روغتيايي مرکزونو کې ترسره شوې وه، ٨٤ په سلو کې خلکو درمل د ډاکټر د لارښوونې پربنسټ نه کارول.

په کابل کې د نور روغتون د سترګو د ناروغيو متخصص ډاکټر محمد عالم قاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خلک دې د ډاکټر د تجويز او لارښوونې پربنسټ درمل وکاروي؛ که نه نو له درملو سره د مقاومت د پيدا کېدو لامل ګرځي.

هغه زياته کړه: “زما خپل ډېر زيات ناروغان دي چې درمل يې سم نه دي بشپړ کړي او تر يوې مودې وروسته بيا راته راغلي او ناروغي يې زياته شوې ده؛ کله مې چې ډېره پوښتنه کړې ده، پوه شوى يم چې خپل درمل يې په بشپړ ډول نه دي خوړلي.”

هغه وويل، چې د خلکو بې سوادي، فقر او له درملو سره د مقاومت د پيدا کېدو په اړه بې خبري د دې لامل شوي، چې خلک درمل د  ډاکټرانو له مشورې سره سم ونه کاروي.

هغه د عامې روغتيا له وزارت څخه وغوښتل چې د رسنيو له لارې، په روغتونونو کې او همدارنګه د پوسټرونو له لارې دې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او د خلکو د پوهاوي کچه دې لوړه کړي.

همدارنګه په ميوند روغتون کې د غوږ او ستوني د ناروغيو متخصص او د کابل طبي پوهنتون استاد اکرم ارزو د ډاکټر قاهر د خبرو د تاييد ترڅنګ وويل، چې د ډاکټر له لارښونې سره سم د درملو نه کارول، د اقتصادي او روغتيايي ستونزو د پيدا کېدو لامل کېږي.

هغه زياته کړه چې د بېلګې په توګه، که چېرې د انتي بيوتيک درملو بشپړ ډوز وانه خيستل شي، ناروغ د ميکروب پر وړاندې مقاومت ترلاسه کوي او په بله دوره کې به د لومړنيو درملو په کارولو سره روغ نه شي.

هغه په داسې حال کې چې کورنيو ته يې لارښوونه کوله، چې درمل بايد د ډاکټر له مشورې سره سم وکاروي، د عامې روغتيا له وزارت څخه يې هم وغوښتل چې په دې  اړه، د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي.

د عامې روغتيا وزارت د فارمسي چارو رييسې فارمسستې عايشې نورزايي هم دغه ستونزه جدي وګڼله او ويې ويل، چې هغوى په دې اړه اقدامات په پام کې لري.

هغې وويل، چې راډيويي او ټلويزيوني پيغامونه يې په پښتو او دري ژبو چمتو کړي دي، چې د ملي او خصوصي راډيو او ټلويزيونو له لارې به خپاره شي؛ همدارنګه پوسټرونه يې هم چاپ کړي دي، چې په ځينو سيمو کې به هغه نصب کړي.

هغې همداراز څرګنده کړه چې د عامې روغتيا وزارت، ټولو ډاکټرانوته لارښوونه کړې ده چې د دې ستونزې په پام کې نيولو سره دې، خپلو ناروغانو ته د درملو د مقاومت په اړه معلومات ورکړي او ورته ودې وايې، چې خپل درمل په منظم ډول وکاروي.

نورزايي زياته کړه، چې که د ډاکټر د مشورې له مخې درمل ونه کارول شي، له ناروغ سره د درملو د مقاومت د پيدا کېدو لامل ګرځي او بيا درملنه نوره هم ستونزمنه کېږي.

هغې هم خلکو ته لارښوونه وکړه، چې درمل بايد د ډاکټر له لارښونې سره سم وکاروي.

نورزايي وويل، چې د نويو شمېرو د ترلاسه کولو په موخه به په راتلونکي کال کې په ټول هېواد کې نوې سروې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سږکال په لومړيو کې، د عامې روغتيا وزارت اعلام کړى و، هغه سروې چې په پنځو ولايتونو کې ترسره شوه، ښکاروي چې په ٩٠ سلنه روغتيايي مرکزونو کې ناروغانو ته تر اړتيا زيات انتي بيوتيک درمل ورکول کېږي او دغه کار له ځينو ناروغانو سره د دې درملو پر وړاندې د مقاومت د پيدا کېدو لامل شوى دى.