منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ماهيپر او نغلو د برېښنا بندونو ودانۍ بيارغول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

کابل (پژواک ٨ لړم ٩٠): د نغلو او ماهيپر د برېښنا بندونو د ودانيو د بيارغولو او نوو سوچبورډونو د نصبولو تړون، نن په کابل کې د برېښنا او اوبو وزارت او زېمنس کمپنۍ ترمنځ لاسليک شو.

 د برېښنا او اوبو وزارت سرپرست وزير محمد اسماعيل د تړون تر لاسليکولو وروسته وويل، چې د دې پروژې ١٥ ميليونه ډالره لګښت نړيوال بانک ورکوي.

 نوموړي وويل، چې د دې پروژو کار به ١٨ مياشتې وخت واخلي.

 سرچينې يادونه وکړه، چې د ننني تړون پربنسټ زېمنس کمپنۍ اړه ده، څو د نوو ودانيو د جوړولو ترڅنګ د زړو سوچبورډونو او وسايلو په بدل کې، نوي سوچبورډونه او وسايل نصب کړي.

 سرچينې همدارنګه زياته کړه، چې د ماهيپر د برېښنا بند د څلورو جنراتورونو او د نغلو برېښنا بند د څلورو جنراتورونو د رغولو کار د نړيوال بانک په مرسته د زېمنس کمپنۍ له خوا مخکې پيل شوى دى او په يو کال کې به سرته ورسېږي .

 هغه وايي، چې د يادو شويو پروژو په بشپړېدو سره به، د دواړو بندونو د برېښنا په توليد کې ٢٢مېګاواټه زياتوالى راشي.

  د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسهمال نغلو بند ١٠٠ مېګاواټه او د ماهيپر بند ٦٦ مېګاواټه برېښنا توليدوي.

 د نغلو د برېښنا بند ٤٥ کاله وړاندې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د وخت شوروي اتحاد له خوا جوړ شوى دى.

 د ماهيپر د برېښنا بند هم په ١٣٤٥کال په سروبي کې، د درېيو الماني شرکتونو له خوا جوړ شوى دى.

 د دې بندونو له برېښنا څخه په کابل ښار کې ګټه اخيستل کېږي او اټکل کېږي، چې د نغلو بند برېښنا به د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته هم ولېږدول شي.