کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٠): د اغاخان پرمختيايي شبکې ويلي، چې د کابل د جمهوريت روغتون د ودانۍ د فعالېدو چارې به ګړندۍ کړي.
د يادې لس پوړيزې ودانۍ، چې ٣٥٠بستره لري او په پرمختللو طبي وسايلو سمبال ده، د بيارغونې چارې يې د ١٣٨٨کال د زمري په مياشت کې د چين هېواد د ٢٥ميليون ډالرو په لګښت بشپړې شوې، خو تر اوسه يې له امکاناتو ګټه نه ده اخيستل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ياد روغتون په پخوانۍ اداري ودانۍ او په يو شمېر لرګينو خونو کې، چې ١٢٠بستره لري، د داخلې، عمومي جراحۍ، يورولوژي، وينې او نورو برخو کې د لومړنيو وسايلو په کارولو سره فعاليت لري.
د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، چې د متخصصينو او د بوديجې د کموالي له امله تر اوسه له نوې ودانۍ او وسايلو ګټه نه ده اخيستل شوې.
د اغاخان شبکې په ١٣٨٩کال کې ويلي و، چې د دغه روغتون نوې ودانۍ به فعاله کړي، خو لا تر اوسه هماغسې پاتې ده.
د عامې روغتيا د وزارت وياند ډاکتر غلام سخي کارګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عامې روغتيا سرپرستې ډاکتر ثريا دليل دوه ورځې وړاندې په کراچۍ کې د اغاخان پوهنتون د محصلينو د فراغت په مراسمو کې، د دې شبکې له مسوولينو وغوښتل، څو ياده ودانۍ ژر ترژره فعاله کړي.
د هغه په وينا، د اغاخان د پرمختيايي شبکې مسوولينو د دغه روغتون د فعالولو د چارو د ګړنديتوب په اړه چمتووالى ښودلى دى.
خو نوموړي دا ونه ويل، چې په دې برخه کې تر اوسه کوم کارونه شوي او دغه ودانۍ به کله ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.
د اغاخان شبکه يوه نړيواله موسسه ده، چې د روغتيا، لوړو زده کړو او داسې نورو برخو کې فعاليت لري.
د کابل يو شمېر ښاريان شکايت لري، چې ولې تر اوسه له يادې ودانۍ ګټه نه ده اخيستل شوې.
د کابل ښار د خيرخانې د لومړۍ حصې اوسېدونکې حسينې ابراهيمي وويل: ((کله چې د جمهوريت روغتون ترڅنګ تېرېږم ډېره خفه کېږم، چې ولې له پرمختللې او عصري ودانۍ څخه کار نه اخيستل کېږي.))
هغې وويل، چې د عامې روغتيا وزارت بايد ياده ودانۍ ژرترژره فعاله کړي.
همدارنګه د تايمني د اتم سړک اوسېدونکې نسيمې وويل: ((زموږ غريب خلک د درملنې لپاره څومره ځوريږي، خو نه پوهېږم، چې ولې د عامې روغتيا وزارت د دغه روغتون د فعالولو په برخه کې بې تفاوته پاتې دى.))
هغې هم وويل، چې ژر تر ژره دې د ياد روغتون د فعالولو په برخه کې ګامونه پورته شي.










