کندهارپژواک ٢٥لړم٩٠):د کندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې يو روغتيايي مرکز، يوه لېسه او يو د پوليسو امنيتي ماموريت پرانيستل شول.
د پرانيستنې په دې مراسمو کې د ژيړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، د پوهنې رياست مرستيال عبدالقيوم منصف او ګڼ شمېر امنيتي مسوولينو او قومي مشرانو ګډون کړى و.
د ژيړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي د يادو شويو تاسيساتو د پرانستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په حوض مدد سيمه کې کلينک، ليسه او د پوليسو ماموريت د يوې نيمې مياشتې په موده کې د ١٣٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي، چې د امريکا د متحده ايالاتو له خوا ورکړل شوي.
هغه زياته کړه، د روغتيايي مرکز په جوړولو کې ورسره د سيمې اوسېدونکيو همکاري کړې او ژمنه يې کړې، چې له ودانۍ او پرسونل څخه به يې ساتنه کوي.
د نوموړي په وينا، په دې سيمه کې د خلکو له غوښتنې سره سم د پوليسو ماموريت هم جوړ شو، تر څو د مخالفينو د تګ راتګ او کړنو مخه ونيول شي او خلک خوندي شي.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د روغتيايي مرکز د پرانيستنې په مراسمو کې وويل، چې په دې کلينک کې بېړنۍ څانګه، واکسيناسيون، د نرسانو څانګه، لابراتوار، د ساري ناروغيو د مخنيوي او کنترول څانګه، د مور او ماشوم د روغتيا پالنې څانګه او نورې موجودې دي.
هغه زياته کړه، د روغتيايي مرکز لپاره د سيمې يوه اوسېدونکي خپل کور د هغوى په واک کې ورکړى، چې مياشتنۍ کرايه به ورکول کېږي.
دى وايي، د دې روغتيايي مرکز په جوړېدو سره د سيمې زرګونو هغو کسانو ته د روغتيايي خدمتونو اسانتياوې برابرې شوې، چې مخکې به يې کندهار ښار او نورو سيمو ته د درملنې په موخه تګ راتګ کاوه.
د کندهار د پوهنې رياست مرستيال عبدالقيوم منصف د سنګ حصار په نوم لېسې د پرانستلو پر مهال وويل، چې دا ښوونځې د تېرو شپږو کلونو را په دې خوا بند و، چې د سيمه ييزې ادارې او قومي مشرانو په مرسته بيرته پرانيستل شو.
د نوموړي په خبره، په دې لېسه کې لس درسي خونې، درې اداري خونې او د احاطې دېوال لري، چې په دوو وختونو کې به د سيمې اته سوه زده کوونکې پکې خپلې زده کړې کوي.
هغه په ژيړۍ کې د شته ښوونځيو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې په دې ولسوالۍ کې ټول ٣١ ښوونځي شته، چې له دې جملې يې ١٧ فعال او ١٤ نور غير فعال دي، چې دا به هم په نيژدې راتلونکې کې د سيمې د اوسېدونکيو په مرسته بيرته پرانيستل شي.
په ژيړۍ ولسوالۍ کې يو کال وړاندې د اميد او همکارۍ په نوم عمليات تر سره شول او ګڼې سيمې د مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې، سيمه ييز مسوولين وايي، چې تر هغه وروسته د دې ولسوالۍ امنيت ښه شوى او په ګڼو برخو کې پرمختيايي کارونه روان دي.









