منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل کې د (شېر دروازه) په نوم پول جوړ شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۹ کتنې

کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د جاپان په نهه سوه زره امريکايي ډالره لګښت د کابل ښار د نواباد په سيمه کې د موټرو د تګ راتګ يو پول جوړ شو.

د کابل ښاروال محمديونس نواندېش د دې پله د پرانېستې پر مهال خبريالانو ته وويل، چې د (شېر دروازې) په نوم دا پل څه باندې ١٦ متره بر او ٤٥ متره اوږدوالى لري.  

ده وويل، چې دغه پل د څلورو مياشتو په اوږدو کې جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

هغه زياته کړه، چې دغه پل په کابل ښار کې د ارتل پر پله، چې بيارغونې ته اړتيا لري، د ترافيکې ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه جوړ شوى دى.

سرچينه  زياتوي، چې د جاپان په ١٠.٥ ميليون ډالره مرسته په کابل ښار کې د ارتل د پله د بيارغونې او ځينو نورو پروژو د پلي کېدو کار هم دوام لري.

هغه زياته کړه، چې د دې پروژو ترڅنګ د يو شمېر نورو پلونو او پارکونو د جوړېدو کار هم په کابل ښار کې روان دى.