غزني (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٠): د غزني د ماليستان ولسوالۍ چارواکي وايي، چې د ولايت د چارواکو له خوا دغې ولسوالۍ ته پاملرنه نه کېږي او د بيارغونې چارې په کې په ټپه ولاړې دي.
د ماليستان ولسوال ضامن علي هدايت نن (د ليندۍ ١٠مه) پژواک اژانس ته وويل، چې په تېر يو کال کې يې د ولايت چارواکو ته ورکړي وړانديزونه ورک شوي او د دوى پر غوښتنو او اړتياوو غور نه دى شوى.
د هغه په وينا، ماليستان د غزني يوه لرې پرته ولسوالۍ ده او زياتې پاملرنې ته اړتيا لري.
نوموړي وويل، دغه ولسوالۍ، چې د١٧٠زره نفوس درلودونکې ده، پنځه کلينيکونه لري، خو په کې د درملو د نه شتون له امله د ناروغانو لپاره مناسب خدمتونه، نه شي وړاندې کولاى.
ولسوال زياته کړه: ((په دې ولسوالۍ کې ٦٢ ښوونځي شته، چې ډېرى يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې د ونو تر سيورو لاندې درس وايي او همدارنګه له تېرو دوو کلونو راهيسې دلته د بيارغونې کارونه هم نشته، چې له امله يې ډېر شمېر خلک بېکاره دي.))
د ماليستان د ګاونډې ولسوالۍ اجرستان ولسوال هم دوه ورځې مخکې په خپله سيمه کې د زياتېدونکې بېکارۍ، د بيارغونې د چارو د نشتوالي او د خلکو روغتيايي اسانتياوو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې وه.
خو د غزني والي موسي خان اکبرزاده وايي، چې د ماليستان د ولسوال وړانديزونه ورته رسېدلي او پر غوښتنو يې غور روان دى.
اکبرزاده ماليستان د اجرستان په پرتله امنه ولسوالۍ بولي او زياتوي، چې په را روان لمريز کال کې به په ماليستان کې نوې پرمختيايي پروژې پيل شي.
هغه زياته کړه: ((ټول ولس اړتياوې لري، ان د غزني ښار د خلکو اړتياوې هم په هغې اندازه نه دې پوره شوې، چې يو ښار او ښاري اوسېدونکي ورته اړتيا لري.))
د اکبرزاده په وينا، په پام کې لري، چې راتلونکى کال په ماليستان کې د اوبو د بندونو جوړولو چارې پيل کړي او د کرنې په برخه کې به هم له خلکو سره مرستې وشي.
د يادونې ده، چې ماليستان ولسوالۍ يوه غرنيزه سيمه ده او د غزني د مرکز سوېل لوېديځ لور ته په شاوخوا ١٢٠ کيلومتره کې پرته ده.










