منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په نادعلي ولسوالۍ کې يو ښوونځى پرانيستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

لښکرګاه-خوست (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٠): په هلمند کې يو ښوونځى او په خوست کې د شېخ زايد پوهنتون دکرنې پوهنځي لپاره د يوناما له خوا ځانګړى کتابتون جوړ شو.

د هلمند د ولايت مقام له خوا نن (د ليندۍ ١٠مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ښوونځى د نادعلي ولسوالۍ په ناقل اباد سيمه کې د مېشتو ايساف ځواکونو له خوا په دوه ميليون او اته سوه زره افغانۍ جوړ شو.

 د سرچينې په وينا، د ياد ښوونځي چارې، چې شپږ درسي خونې، تحويلخانه او نور ملحقات لري، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې روانې وې او تېره ورځ د سيمې د قومي مشرانو او دولتي چارواکو له خوا پرانيستل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مهال په نوموړي ښوونځي كې ۲۳۱ زده كوونكي پر زده كړو بوخت دي او څلور ښوونكي لري.

 ټاكل شوې، چې په نږدې راتلونكي كې د نادعلي ولسوالۍ د امنيتي چارو مسووليت هم له ايساف ځواكونو افغان ځواكونوته وسپارل شي.

 د يو بل خبر له مخې، د خوست ولايت د شېخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي لپاره ځانګړى کتابتون جوړ شو.

 د خوست والي عبدالجبار نعيمي نن (د ليندۍ ١٠مه) د دغه کتابتون د پرانيستې پر مهال وويل، چې ياد کتابتون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) د ٢١زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شو.

 د هغه په وينا، چې له دغه کتابتون څخه به د ياد پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلين او استادان ګټه اخلي.

نوموړي زياته کړه: ((زه د يوناما له دې مرستې ډېره مننه کوم، خو يواځې دا کفايت نه کوي، يوناما او نورې نړيوالې مرستندويه ادارې دې د خوست له شيخ زايد پوهنتون سره په نورو بېلابېلو برخو کې هم مرستې وکړي.))

د شيخ زايد پوهنتون رييس پوهندوی ګل حسن وليزي پژواك اژانس ته وويل، چې په دغه کتابتون کې تر ۳۰۰ ټوكو پورې د کرنې اړوند کتابونه شته دي.

د هغه په وينا، د يوناما دفتر د کتابونو تر څنګ د الماريو، د لوست لپاره د مېزونو او څوکيو مرسته هم كړې ده.

د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېيم کال محصل زين الله، ياد کتابتون ته خوښ دى او وايي، چې د دوى د مطالعې او د معلوماتو د راټولولو لپاره ډېر ګټور تماميږي.

نوموړي وويل، چې په پوهنتون کې مخکې هم کتابتون وو، خو د کرنې په برخه کې يې زيات کتابونه نه درلودل.