اسعد اباد (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې په دې ولايت کې د روان کال په اوږدو کې د اېډز شپږ مثبتې واقعې ثبت شوې دي.
د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي د ليندۍ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اېډز په ناروغۍ اخته ډېرى هغه خلک دي، چې په نشه يي توکو روږدي دي.
فضلي زياتوي چې اېډز داسې يوه ناروغي ده، چې هېڅوک نه غواړي په ياده شوې ناروغۍ اخته او ځان افشا کړي.
هغه وويل: ((موږ هم د دغو ناروغانو ځاى، نومونه او نور شهرت چې له موږ سره محفوظ دي، نه افشا کوو.))
د هغه په وينا، تراوسه د اسعداباد مرکزي روغتون ته پنځه سوه تنو د ايچ اى وي (اېډز) ناروغۍ د ټيسټونو په موخه مراجعه کړې، چې ايله په کې شپږ مثبتې واقعې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا رييس زياتوي، چې په دې شپږو کسانو کې يې پنځه سړي او يوه ماشومه ده.
نوموړي وويل، چې د دې ماشومې مور او پلار څو کاله مخکې په همدې ناروغۍ مړه شوي دي.
د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضلي زياتوي: ((موږ د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره همدلته يواځې د عامه پوهاوي لارې چارې لرو.))
هغه وايي، د اېډز ناروغي يو بل ته انتقالېږي، چې د لېږدېدو لارې يې د ږيرې او يا وېښتانو د واړه کېدو له وسايلو، په يو سرنج ډېرو ته ستنې کول، د غاښ وېستلو پرمهال د امبورونو او د نامشروع جنسي اړيکو په واسطه يو بل ته خپرېږي.
ډاکټر فضلي وويل: ((موږ د علماوو کرامو، ډاکټرانو او درملتونونو والاو ته لارښوونې کړې، چې د يادو شيانو په استعمال کې له احتياطه کار واخلي.))
د کونړ يو ديني عالم مولوي عبيدالله بهاري وايي، چې د اېډز ناروغي د نامشروعو جنسي اړيکو په وسيله يو بل ته لېږدول کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د اسلام سپېڅلي دين څوارلس سوه کاله وړاندې هم دغه پرهېز ټاکلى دى.
دى وايي: ((د اوسمهال همدا اېډز مرض دى، موږ د ممبرونو له لارې خپلو ټولو هېوادوالو ته د همدغې ناروا اړيکو، د نشه يي توکو د استعمال او هغه څه چې اسلام منعه کړي، خپلو هېوادوالو ته بيانوو.))
د عامې روغتيا وزارت وايي چې اوس مهال په هېواد کې د اېډز د ناروغۍ ١٢٥٠ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، ١١ تنه مړه شوي او اټکل کېږي، چې په ټول هېواد کې درې زره کسان په دې ناروغۍ اخته وي.
سرچينه زياتوي چې په کابل، بلخ، ننګرهار، بدخشان، کندوز، هرات او غزني ولايتونو کې د دې ناروغۍ د درملنې مرکزونه جوړ شوي دي.