منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د خوست نوى ملکي روغتون د برېښنا د نه شتون له امله غير فعال دى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

خوست (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٠) : په خوست کې د ملکي روغتون لپاره د نوې جوړې شوې ودانۍ چارې بشپړې شوي، خو د برېښنا د نه شتون له امله غير فعال دى.

 د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست ډاکټر هدايت الله حميدي له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دغه ولايت کې د نوي جوړ شوي ۱۵۰ بستريز روغتون چارې درې مياشتې وړاندې بشپړې شوي، خو د يو شمېر ستونزو له امله نه دي توانيدلي، چې فعال يې کړي.

 د هغه په وينا، روغتون ډېر لوی او په لوړو عصري وسايلو سمبال شوی، خو دوی نه شي کولی، چې پرته له برېښنا او په اوسني لږ پرسونل سره يې چارې پرمخ يوسي.

 نوموړي زياته کړه: ((تر ټولو لويه او اساسي ستونزه دا ده، چې د عامې روغتيا وزارت دغه روغتون ته د برېښنا لپاره د ايښودل شوي جنراتور د تېلو لګښت نه شي ورکولى.))

 د ده په خبره،که اوسنى ملکي روغتون نوې جوړې شوې ودانۍ ته ولېږدول شي، نو ډېرى ستونزې به يې هوارې شي.

 هغه زياته کړه، چې د خوست په ملکې روغتون کې نه يواځې د خوست د خلکو درمنله کيږي، بلکې د ګاونډيو ولايتونو پکتيا او پکتيکا ناروغان هم ورته مراجعه کوي.

 نوموړي له عامې ورغتيا وزارت څخه وغوښتل، چې د دغه روغتون په ژر تر ژره فعاليدو کې دې ورسره مرسته وکړي.

 نوی ۱۵۰ بستريز روغتون د خوست ښار لوېديځ لور ته په اووه کيلومترۍ کې په ۱۴ جريبه ځمکه کې جوړ شوی دى.

 ياد روغتون ۵۰۰ خونې لري او په خوست کې د ايساف ځواکونو د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د ٩ ميليونه او دوه سوه زره ډالرو په لګښت جوړ شوی دى.

 د خوست يو شمېر اوسېدونکي هم د نوي جوړ شوي روغتون فعاليدل اړين بولي.

 د دغه ولايت د علشېرو ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل، چې د خوست ملکی روغتون ته يې ناروغ راوړى، وايی چې دلته زياته ګڼه ګوڼه وي او په يوه خونه کې، چې د څلورو کسانو لپاره جوړه شوي له لسو زيات کسان په کې بستر دي.

 ده وويل، چې په دغسې حالت کې ډاکټران هم نه شي کولای، په هغه ډول چې لازمه ده د ناروغانو درمنلې ته ځان ورسوي.

 نوموړي له عامې روغتيا وزارت څخه وغوښتل، چې نوې ودانۍ ته د ملکي روغتون په لېږد کې د خوست د عامې روغتيا له رياست سره لازمه مرسته وکړي.

 په خوست کې د يوه شخصي کلينيک ډاګټر نوارجان وايي، چې د ناروغ روغتيا ته د درملو ترڅنګ ښه او مناسب چاپېريال هم په کار دی.

 د هغه په وينا، که نوی جوړ شوی روغتون پرانېستل شي او اوسنى ملکي روغتون هلته ولېږدول شي، ناروغانو ته به د نورو اسانتياوو ترڅنګ ښه او ارام چاپېريال هم برابر شي.

 د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ هم مني، چې نوی جوړ شوی روغتون له تېرو درېيو مياشتو راهيسې ګټې اخيستنې ته چمتو دی، خو د يو لړ ستونزو له امله تراوسه نه دی پرانېستل شوی.

  هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايتي ادارې په هڅو د عامې روغتيا وزارت د نوموړي روغتون د کارکوونکو تشکيل پنځه برابره زيات کړی او د برېښنا لپاره يې هم ورته نوی کم لګښته جنراتور اخيستی دى.

 نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکو دوو اونيو کې به ياد روغتون پرانېستل شي او ټولې ستونزې به يې هوارې شي.