منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

جاپان له افغانستان سره ٩،٣ ميليونه ډالره مرسته وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): جاپان د ماشومانو د ګوزڼ واکسين د تطبيق د پروګرام په برخه کې له افغانستان سره ٩،٣ ميليونه ډالره مرسته وکړه.

د دې بلاعوضې مرستې تړون نن (د ليندۍ ١٩مه) د عامې روغتيا سرپرست وزيرې ډاکټر ثريا دليل، په کابل کې د جاپان سفير وري ايکيرو تاکاشي او په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د  وجهي صندوق مشر پيتر وکرولي ترمنځ لاسليک شو.

اټکل کېږي چې د جاپان دا نوې مرسته به د عامې روغتيا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق له خوا په ګډه، د ماشومانو د ګوزڼ واکسين د تطبيق په برخه کې ولګول شي.

د عامې روغتيا سرپرست وزيرې د دې تړون له لاسليک څخه وروسته وويل، چې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې تر اوسه د دې ناروغۍ ٥٦ مثبتې پېښې په کندهار، هلمند او فراه ولايتونو کې ثبت شوې دي او په تېر کال کې د دې ناروغۍ ٢٥ مثبتې پېښې له دې وزارت سره ثبت شوې وې.

هغه وايي چې په يادو شويو ولايتونوکې ناامنۍ د دې لامل شوې دي، څو د دې ناروغۍ د واکسين کمپاين په سمه توګه پلى نه شي او په پايله کې د يادې شوې ناروغۍ پېښې  هلته زياتې شي.

نوموړي همدارنګه وويل، له دې چې کندهار او هلمند له پاکستان سره ګډه پوله لري او له ياد شوي هېواد څخه د کډوالو راستنېدل په دې ولايتونو کې د ګوزڼ  ناروغۍ د زياتوالي لامل ګرځېدلى دى.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په اوږدو کې په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ  ١١٠ مثبتې پېښې او تېر کال ١٤٤ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

دليل په داسې حال کې چې د جاپان مرسته يې وستايله، زياته کړه، چې واکسين په ماشومانو کې د مړينې کچه راټيټوي او د خپرېدونکو ناروغيو پر وړاندې د ماشومانو مقاومت لوړوي.

د جاپان سفير په يادو شويو مراسمو کې وويل، چې جاپان په افغانستان او نړۍ کې د ګوزڼ ناروغې له منځه وړلو ته لومړيتوب ورکړى دى.

نوموړي زياته کړه چې هېواد يې چمتو دى، څو په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (جايکا) استازي کواياشي، چې د دې تړون د لاسليک په مراسمو کې  يې ګډون درلود، وويل چې جاپان له  ٢٠٠١  زېږديز کال نه راپدېخوا په افغانستان کې د واکسين د تطبيق په برخه کې ٥٠ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

نوموړي همدارنګه وويل چې جاپان د روغتونو د جوړولو،د درملو او طبي لوازمو د برابرولو په برخه کې هم له افغانستان سره مرسته کړې ده.

هغه وايي چې هېواد يې غواړي، څو په کابل کې د انتاني روغتون د نوې ودانۍ د جوړېدو لپاره د عامې روغتيا له وزارت سره څه باندې ٣٤ميليونه ډالره مرسته وکړي او له انتاني ناروغيو سره د مبارزې په برخه کې خپلو مرستو کې زياتوالى راولي.

د ماشومانو ګوزڼ له سختې تبې سره پيلېږي او ميکروب يې د خولې له لارې بدن ته ننوځي، چې د تلپاتي معيوبيت او ځينې وختونه د مړينې لامل هم ګرځي.