منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د موټرو اډې د جلال اباد له ښاره بهر و وېستل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

جلال اباد (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): د کورنيو چارو وزير او د ننګرهار د والي په لارښوونه د يو موظف کمېسيون له لوري د ښار پاکولو په لړ کې د ليندۍ په ٢٠مه د موټرو ٢٠ اډې د جلال اباد له ښاره بهر و ايستل شوې.

ځايي چارواکو له يو مياشتني کمپاين څخه موخه په ښار کې د ګڼې ګوڼې کمول او د پليو لارو او واټونو خالي کول وبلل.

د ننګرهار د ترافيکو مدير سمونوال غلام دستګير رحيمي د دغه کمپاين د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ، ترانسپورت، ترافيکو او د اصنافو له کارکوونکو سره په ګډه يې د کورنيو چارو د وزير په لارښوونه د ښار ټاکل شويو ځايونو ته د سلګونو لاسي پلورونکو او د ولسواليو د موټرو د لسګونو اډو د لېږدونې يو مياشتنى کمپاين پيل کړ.

هغه زياته کړه، چې نن يې د ننګرهار د ٢٢ ولسواليو تر څنګ د لغمان، کونړ او کابل د موټرو اډې، چې په ناقانونه په کې موټر درېدل، اصلي ځايونو ته، چې له ښاره بهر ورته ټاکل شوي دي، و ايستل شوې.

د نوموړي په وينا، له دې وروسته به هېچاته اجازه ورنه کړي، چې واټونه، سرايونه او پلې لارې د موټرو په تمځايونو بدل کړي.

د ننګرهار د ترانسپورټ رييس عبدالله وفا اڅکزي پژواک اژانس ته وويل، چې په جلال اباد ښار کې د پارکينګ نه شتون، د ښار تنګوالى او د اوسېدونکو ګڼه ګوڼه هغه ننګونې دي، چې اداره يې ورسره لاس ګرېوان ده.

نوموړي زياته کړه، له ننګرهار والي او خپل وزارت سره به په ګډه هڅه وکړي، چې د ښاري ټيکسي او ملي بس په دودولو سره په ښار کې د ترانسپورتي ګڼې ګوڼې مخه ونيسي، خو په وينا يې، د ښار په څلورلارو کې د ټيکسي تمځايونو دغه چاره ناشونې کړې ده.

د جلال اباد د ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم الدين پژواک اژانس ته وويل، چې په ښار کې د ١٠٧٠٠ هټيو مخې ته پر پليو لارو ١١٧٠ تنه لاسي پلورونکي توکي خرڅوي، چې د ښاريانو د تګ راتګ لپاره خورا خنډ ګرځېدلي دي.

هغه وايي، چې د ښار په شمال ختيځ ميا اسلم پلازې ته څېرمه يې د ٧٠٠ لاسي پلورونکو لپاره مارکېټ جوړ کړى دى او دغه مارکيټ ته په تلو سره به يې د ښار پلې لارې ازادې شي.

د ښاروالۍ مرستيال وويل، چې د اوسني کمپاين توپير له نورو سره دغه دى، چې ملي امنيت او قوماندانۍ ورته ډاډ ورکړى، چې کارکوونکي به يې له ښاروالۍ سره اوږه پر اوږه هغه خلک ونيسي، چې بې ځايه تمځايونه جوړوي او يا په پليو لارو کې توکي پلوري.

د بشيراحمد په نوم يوه لاسي پلورونکي، چې په لاسي کراچۍ يې ژمنۍ جامې خرڅولې پژواک ته وويل، چې دولت دې ورته داسې ځاى په ګوته کړي، چې د اخيستونکو بهير پرې رامات وي.

د محمد رباني په نوم د ننګرهار يوه اوسېدونکي بيا پر دولت نيوکه وکړه، چې تمځايونه او په ځانګړې توګه يې د کابل اډه له ښاره ډېره لرې جوړه کړې ده.

هغه پژواک ته وويل: ((له ښار څخه تر اډې پورې سل روپۍ کرايه اخلي، چې د چا له وسه پوره نه ده.))

خو د جلال اباد ښار يو بل اوسېدونکى حبيب الله بيا وايي، چې د همدې اډو له امله په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته شوې وه او پر دې يې خوښي څرګنده کړه، چې اډې يې له ښاره و ايستلې.