منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۱ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشرکرزي د کرکټ لوبډلې پر اتلولۍ خوښي وښوده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): ولسمشر حامد کرزي د افغانستان ملي کرکټ لوبډلې ته د اسيايي هېوادونو په شل اوريزه سياليو کې د اتلولۍ له امله مبارکي وويله.

 د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې حامد کرزي نن مازيګر دکرکټ ملي لوبډلې له غړو سره د يوې ټېلېفوني اړيکې په ترڅ کې هغوی ته وويل: ((د افغانستان خلک پر تاسو وياړي او د دې سترې بريا له امله تاسو ټولو ته مبارکي وايي.))

خبرپاڼه زياتوي، چې ولسمشر حامد کرزي د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د هڅونې لپاره، چې د افغانستان لپاره يې ښه وياړونه راوړي دي، وويل چې د افغانستان خلک ستاسو ملاتړ کوي او هيله لري، چې په نورو نړيوالو لوبو کې هم د داسې افتخاراتو خاوندان شئ.

د يادونې وړ ده، چې د اسيايي هېوادونو د کرکټ شل اوريزې سيالۍ د روان کال د ليندۍ په ۱۲مه، په نيپال کې پيل شوې وې، چې په دغو سياليو کې افغانستان وکولای شول د مالديف، عمان، بوټان او نيپال هېوادونو لوبډلو ته ماتې ورکړي او پای لوبه يې د هانګ کانګ له هېواد څخه په ګټلو سره، افغانستان په نيپال کې د کرکټ د اسيايي شل اوريزو سياليو اتلولي خپله کړه.

په دغې لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ١٢٥ منډو په تر لاسه کولو سره، سيالې لوبډلې ته د ١٢٦ منډو هدف وټاکه؛ خو د هانګ کانګ لوبډلې ونه شو کړاى چې دغه هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله په شلم اور کې د ١١٧ منډو په ترلاسه کولو وسوځېدله.