منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

يوه بندي پر خپلو ٣٠زرو ډالرو باندې د ننګرهار محبس ورغاوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

جلال اباد (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): په ننګرهار محبس کې د يوه بندي په شخصي لګښت د دغه محبس د برېښنا سيستم، جومات او د اداري ودانيو رغونې چارې بشپړې شوې.

د ننګرهار د محبس امر سمونوال عبدالولي حصارک د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پروان ولايت د اوسېدونکي انجنير شفيع په شخصي لګښت، چې له درېيو کلونو راهيسې په دغه محبس کې زنداني دى، د بيارغونې دغه چارې ترسره شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د انجنير شفيع له خوا د ٣٠زره امريکايي ډالرو په لګښت په محبس کې د ١٤٥٩زندانيانو لپاره يو جومات، د اداري خونو د برېښنا سيسټم او دغه راز د اوبو دوه ژورې څاه ګانې يې هم ورته کيندلې دي.

حصارک وويل، محبس يې د پوهنتون بڼه خپله کړې، چې په کې ټولو زندانيانو ته د ديني زده کړو تر څنګ د کمپيوټر، انګليسي ژبې او نورو کسبونو په برخه کې زده کړې ورکول کېږي.

د محبس  د امر په وينا، په پلان کې لري، چې د ولايتي بيارغونې ډلې په مرسته زندانيانو ته نوي بلاکونه هم جوړ کړي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د يادو پروژو د پرانيستلو پر مهال له ولسمشر کرزي او عدلي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د انجنير شفيع د بند پاتې درې کلنه موده دې د ده د هېواد پالنې له امله ور وبښي.

پژواک هڅه وکړه، له مرسته کوونکي بندي محمدشفيع سره، چې د جعلي نوټونو د چلولو په تور په ٦کلن بند محکوم شوى، خبرې وکړي، خو نوموړي ته د زندان مسوولينو اجازه ورنه کړه.

دغه لومړى ځل دى، چې په ننګرهار کې يو بندي د خپل بند پر مهال له خپلې شخصي پانګې د زندان په رغونه کې مرسته کوي.

د يادونې ده، چې د ٢١ ښځينه بنديانو په ګډون اوسمهال په ننګرهار محبس کې ١٤٨٠ بنديان ساتل کېږي.