منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په استقلال روغتون کې انتظار خونه جوړه او يو لابراتوار پرانستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل ( پژواک ٢٩ ليندۍ٩٠ )  د کابل د استقلال په روغتون کې د ښځينه وو لپاره انتظارخونه جوړه شوه  او په دې روغتون کې د (هموفيلي) د ناروغۍ د پېژندنې لابراتوار هم ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

د عامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثريا دليل نن په دې روغتون کې خبريالانو ته وويل چې ددې انتظارخونې پر جوړېدو ٥٣ زره امريکايي ډالره او د يادشوي لابراتوار پر فعال کېدو ١٢ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى .

هغه وايي ، چې د انتظار خونې او لابراتوار لګښت داېټاليا هېواد ورکړى دى .

ثريا دليل  ياد شوي  لابراتوار  د هموفيلي د ناروغانو لپاره ډېر مهم وباله او ويې ويل چې  د ياد لابراتوار لپاره يو تن افغان  ډاکتر او يو  د لابراتوار افغان متخصص ته په ايټاليا کې  زده کړې ورکړل شوي دي .

څوک چې د هموفيلي ناروغي ولري ، د بدن د ټپي شوى ځاى وينه يې نه دريږي.

د دليل په وينا،  ياده شوې  انتظار خونه  چې پنځوس تنه په کې ځاييږي  په سمعي او بصري وسايلو سمبال ده .

هغه وايي چې په دې انتظار خونه کې به د همدې وسايلو له لارې به ښځو ته په روغتيايي برخه کې روزنه هم ورکول کيږي.

دا په داسې حال کې ده،چې په دې روغتون کې د انتظار خونې د نه شتون له امله هغه ښځې له ډېرو ستونزې سره مخ وې او په سړه هوا کې به يې پرته له خونې شپې تېرولې ، چې له ناروغانو سره به روغتون ته تللې .

بې بې عارفه چې لور يې څو ورځې مخکې ددې روغتون د نسايي – ولادي په څانګه کې بستر وه ، پژواک خبري اژانس ته وويل : (( زه مې له لور سره دې روغتون ته  تللې وم ، د ښځو لپاره هلته څو څوکۍ اېښودل شوې وې ، موږ څو تنه ښځې ټوله شپه په  څوکۍ ناستې وو او تر سهار ه مو خوب نه دى کړى .))

 عارفې د يادې انتظارخونې په پرانستې خوښي وښوده او ويې ويل چې دغه  انتظارخونه مخکې جوړه شوې وه ، خو موږ ساتونکيو نه پرېښودو چې ورشو .

هغه وايي: (( درېغى چې دا انتظارخونه مخکې پرانستل شوې وى ، موږ به ډېر نه په تکليف کېدو. ))

شهربانو حسيني چې له خپلې ناروغې خور سره دې روغتون ته راغلې، هم ډېره خوشحاله ده چې دا انتظارخونه پرانستل شوه .

هغه وايي : (( بيګاه شپه مې له خپلې ناروغې خور سره په خونه کې تيره کړه، سهار هوا هم ډيره  سړه وه ،خو هلته يې نه پرېښودم ، بيرون همدې سړو زه هم ناروغه کړم.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، د استقلال روغتون خپل پنځه کلن پراختيايي پلان هم جوړ کړى او وزارت ته يې نن وسپاره .