ايبک (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): د سمنګان د کليو د پراختيا او بيارغونې رياست مسوولين، په دې ولايت کې د ٤٤ ټولګټو پروژو چې ٨زره کورنۍ ترېنه برخمنې شوې دي، خبر ورکړ.
د سمنګان د کليو د پراختيا او بيارغونې رييس انجنير محمد امان امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې پروژو پلي کولو يو کال وخت ونيو او نن (د ليندۍ ٣٠مه) د دې ولايت په روى دواب ولسوالۍ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د هغه په وينا، د دې پروژو لګښت څه باندې ٤٩ ميليونه او ٨٠٠زره افغانيو ته رسېږي، چې د کليو د پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام له لارې پلي شوې دي.
امين زياته کړه، چې د دې پروژو له ګټو څخه د روى دواب ولسوالۍ شاوخوا ٨٠٠٠ کورنۍ برخمنې شوې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د ١٢٠ کيلو واټه برېښنا په ظرفيت د اوبو د لسو وړو بندونو جوړول، د ١١ پولګوټو په جوړولو سره د سړکونو رغونه او پرې د کرېړ اچونې٦ پروژې، د خياطۍ او کمپيوټر کورس، د غاليو اوبدلو ١٠ پروژې، د اوبو د زېرمه کولو ٧ پروژې، د څلورکيلومترو په اوږدوالي د اوبو رسولو ٣ پروژې، د کوهي د اوبو او کنده ٣ پروژې، د کرنيزو اوبو د کانال درې پروژې، د اتيا مترو په اوږدوالي د يو استنادي دېوال د جوړونې پروژه او د ٢٥٠ مترو مکعبو اوبو په ظرفيت يو اب ګردان بند جوړول شامل دي.
د روى دواب ولسوال عزيزالله د دې پروژو د کار بشپړېدل تاييد کړل او پژواک ته يې وويل، چې دا پروژې د دې ولسوالۍ په ٣٤ کليو کې، چې د سمنګان لرې پرتې سيمې دي، پلي شوې دي.
د هغه په وينا، د دې پروژو په بشپړېدو سره د برېښنا له پلوه د ٢٩٠٠ کورنيو، د څښاک د اوبو له اړخه د ٣١٠٠ کورنيو او د ټرانسپورت له اړخه د ١٥٠٠ کورنيو ستونزې هوارې شوې او ٧٠٠ کورنۍ د خياطۍ او غاليو اوبدلو له حرفوي کورسونو څخه برخمنې شوې.
د روى دواب ولسوالۍ د مرکز يوه اوسېدونکي ٣١ کلن عبدالاحمد پژواک ته وويل: ((د برېښنا نه شتون، زمونږ له پخوانيو ستونزو څخه وه؛ خو اوس د برېښنا د بند له امله مو کور نه رڼا کېږي.))
د هغه په وينا، تر دې وړاندې خلکو د خپلو کورونو د رڼا کولو په خاطر له تيلي څراغونو څخه استفاده کوله.
د سمنګان د کليو د پراختيا رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام په پلي کولو سره، چې له ١٣٨٢ کال څخه پيل شوى دى، تراوسه د مرکز په ١٠٠٠ کليو او شپږو ولسواليو کې شاوخوا ١٤٢٠ پروژې د څه باندې ٩٧٨ ميليونو افغانيو په لګښت پلي شوې دي.










