غزني (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): په غزني کې د معتادينو د روغتون چارواکي وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې يې د لسګونو روږدو کسانو درملنه کړې ده.
په غزني ولايت کې د معتادينو د درملنې روغتون مشر ډاکتر نصرالله نعيمي پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې په دغه ولايت کې د ١١١پر نشې د روږدو کسانو درملنه کړې ده.
د هغه په وينا، په يادو روږدو کسانو کې ٤٠ ښځې او ٣٠ ماشومان هم شامل وو، چې اوس يې نشه پرېيښې ده.
نوموړى وايي، چې دغه روغتون پخوا کوچنى و، خو اوس لس بستريز شوى دى او له دې وروسته کولاى شي د ډېرو روږدو کسانو درملنه وکړي.
ډاکتر نعيمي وايي، چې د غزني زياتره خلک په ګاونډيو هېوادونو، ايران او پاکستان کې په نشه روږدي شوي دي.
د علي احمد په نوم يو تن، چې غواړي له نشې ځان خلاص کړي، ياد روغتون ته د درملنې په موخه راغلى و.
دى وايي: ((خپلو ملګرو په ايران کې پنځه کاله مخکې په دې ناروغۍ اخته کړم او له نورو ځوانانو هم غواړم، چې له نشې ځان وژغوري.))
دغه راز د فاروق په نوم يو بل تن هم وايي، چې لس کاله کېږي نشه کوي، خو اوس په دې پوه شوى، چې بايد د ځان درملنه وکړي.
هغه وايي: ((له ځوانانو مې دا هيله ده، چې نشې ته لاس وانه چوي او هغه کسان، چې په نشه روږدي دي دغه مرکز ته دې د درملنې لپاره راشي.))
په پام کې ده، چې په دغه روغتيايي مرکز کې د روږدو کسانو د درملنې په موخه نورې اسانتياوې هم برابرې شي.
په غزني کې د سولې شورا غړي ډاکتر غني بهادري پژواک اژانس ته وويل، چې په غزني کې د نشه يې توکو کر نشته، خو ډېرى ځوانان په ګاونډيو هېوادو کې په نشه روږدي شوي دي.
هغه وايي، چې سالمه بوختيا کولاى شي، ځوانان له دغه ډول ناوړه کارونو راوګرځوي او د ټولنيزو ستونزو مخه ونيول شي.
د اټکل شوې شمېرې له مخې، په غزني کې شاوخوا شپږ زره کسان په بېلابېلو نشه يې توکو روږدي دي، چې ډېرى يې ځوانان دي.










