ګردېز (پژواک ٣ مرغومى ٩٠): د پکتيا د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي په نسايي او ولادي مرکزونو کې د کار کوونکو د نه شتون له امله شکايت کوي او قابلې يادو سيمو ته د نا امنيو له امله تګ ته زړه نه ښه کوي.
د پکتيا ولايت د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي وايي، چې په سيمو کې يې يو شمېر روغتيايي مرکزونه شته، خو په هغې کې د نسايي او ولادي څانګې کار کوونکي نشته.
خو د دغه ولايت لرې پرتو سيمو ته د نا امنيو له امله قابلې تګ ته زړه نه ښه کوي او وايي، چې دوى نه شي کولای د امنيتي ستونزو او د نورو لازمو اسانتياوو د نشتوالي له امله لرې پرتو سيمو ته ولاړې شي.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست مرستياله او د قابله ګۍ د کورس استاده ډاکټره نازدانه پکتياوالې له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په تېرو پنځو دورو فارغو شويو قابله ګانو کې، چې نږدې ٩٠ تنه کېږي، ۴۰ يې په روغتيايي مرکزونو او نورو ادارو کې پر دندو بوختې دي.
د هغې په وينا، نورې فارغې قابلې په لرې پرتو سيمو کې د امنيتي ستونزو، کورنيو محدوديتونو او د تنخواګانو د کموالي له امله کار ته زړه نه ښه کوي.
نوموړې وويل، چې قابله ګانو ته د مياشتې له ترانسپورټ، محرم او سفريو سره تر ٢٥زرو افغانيو پورې معاش ورکوي، چې دا د دوى خپل لګښت هم نه شي پوره کولاى.
ډاکترې نازدانه زياته کړه: ((موږ د عامې روغتيا وزارت ته وړانديز لېږلى، چې په لرې پرتو سيمو کې د قابله ګانو معاشونه يو څه زيات کړي او له دې سره به شته ستونزې هوارې شي.))
هغه وايي، چې په زياتره لرې پرتو سيمو کې يې تر خپله وسه د قابله ګانو ستونزې هوارې کړې او د اوسېدو لپاره يې مېلمستونونه هم ورته جوړ کړي دي.
د قابله ګۍ کورس د لومړۍ دورې فارغې ليلا پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مهال د ګردېز په ملکي روغتون کې کار کوي، خو که معاش يې لوړه نه شي، ښايي خپله دنده پرېږدي.
د هغې په وينا، په دغه ځاى کې هم د امنيتي ستونزو له امله په ډاډه زړه کار نه شي کولاى او په دې تنخواه د کور خرڅ هم نه شي پوره کولاى.
له ياد کورس څخه يوې بلې فارغې شوې قابلې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې درسونه يې په ډېره مينه لوستي او په دې تمه وه، چې خپلو خلکو ته به خدمت وکړي، خو د پکتيا د عامې روغتيا رياست له خوا دنده ورنه کړل شوه.
د دې په وينا، اوس يې په يوه بله اداره کې دنده اخيستې، چې معاش يې هم ښه دى او امنيتي ستونزې هم نه لري.
نوموړې وويل، چې په ولسواليو کې د امنيتي ستونزو او د تنخواه د کموالي له امله کار نه کوي.
په پکتيا کې د ښځو د پرمختيايي شورا رييسې ماهرې احمدزۍ هم پژواک ته وويل، چې دوى په لرو پرتو سيمو کې د خلکو او قابله ګانو له ستونزو څخه خبر دي او د هوارۍ لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
د هغې په وينا، د عامې روغتيا رياست له چارواکو، د پکتيا له والي او په ولسي جرګه کې د پکتيا له استازو سره يې د قابله ګانو د ستونزو په تړاو خبرې کړې او ډېر ژر به ورته د هوارۍ لاره ومومي.
د نوموړې په خبره، ښايي ډېر ژر د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې قابله ګانو ته د ولسي جرګې د غړو او د ولايتي ادارې په همکارۍ په تنخواګانې کې ډېرښت راشي او د امنيتي ادارو يې هم غوښتي، چې د دوى امنيتي ستونزو ته پام ډېر کړي.
په پکتيا کې څلور دورې قابله ګانې له دوه کلن کورس څخه وروسته فارغې شوې، چې په هره دوره کې يې ۲۲ نجونو ته سندونه ورکړل شوي او په هره فارغه شوې نجلۍ نږدې ۴۰۰۰زره امريکايي ډالر لګښت راغلى دی.
د يادونې ده، چې د دغه ولايت د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي په کلينيکونو کې د شته قابلو له چلند او ډېرې غيرحاضرۍ څخه هم شکايت کوي.









