جلال اباد (پژواک ٣ مرغومى ٩٠): د جلال اباد ښار سلګونو ښاريانو او د شاوخوا ولسواليو خلکو د دغه ښار په عيدګاه جومات کې د لوى خداى دربار ته د استسقاء د لمانځه په ادا کولو د رحمت د باران غوښتنه وکړه.
د دغه ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخواه د مرغومي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نږدې زر تنو جلال اباد ښاريانو، د بهسودو او سره رود ولسوالۍ اوسېدونکو نن له غرمې مخکې د ښار عيدګاه جومات ته راغونډ شول او په ګډه يې د رحمت د باران غوښتلو (استسقاء) دوه رکعته لمونځ اداء کړ.
مولوي خيرخواه زياته کړه، چې د دغو لمونځونو لړۍ به تر درېيو ورځو روانه وي، څو د الله له لوري د رحمت اورښتونه پيل شي.
په ختيځو ولايتونو کې د اصلاح ټولنې مشر ډاکتر نجيب الله صالح پژواک ته وويل، چې د استسقاء لمونځ لرغوني اسلامي مخينه لري.
نوموړي زياته کړه، د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم له خپلو اصحابو سره يوځاى دښتې ته وتلى او د استسقاء لمونځ يې کړى و.
د نوموړي په وينا، له لمانځه وروسته بايد لمونځ کوونکي په ډېرې عاجزۍ سره لوى څښتن ته لاسونه لپه کړي او د خير د اورښتونو غوښتنه ترې وکړي.
نجيب الله صالح وويل، چې خلکو ته د دغه لمانځه بلنه د دوى د ټولنې له خوا ورکړل شوې وه.
نوموړي زياته کړه، چې د باران غوښتلو د لمانځه پر مهال بايد د مسلمانانو سيمه ييز واکمن په دغه لمانځه کې ګډون وکړي.
وروسته، چې د استسقاء لمونځ اداء شو، ګډونوالو په اوږدو دعاګانو له خپلو ګناهونو د پښېمانۍ او په هېواد کې د سولې، ټيکاو او ودانۍ په موخه د دعا لاسونه پر داسې مهال پورته کړي وو، چې د مړو اوښکو په تويلو سره يې د لوى څښتن دربار ته د دعاګانو ډالۍ استولې.
د سره رود ولسوالۍ د خيراباد د کلي يوه اوسېدونکي عبدالوهاب پژواک ته وويل، چې د ملي راډيو له اعلان وروسته په دې موخه راغلى، چې د استسقاء د لمانځه له برکته الله تعالى ناروغۍ ختمې او په فصلونو د رحم باران و اوروي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د نه اورښت، سختې سړې هوا او ناپاک چاپېريال له امله په ختيځو ولايتونو کې ځيني فصلونه بې اوبو شوي او په خلکو کې ګڼې ناروغۍ خپرې شوې دي.









