ايبک ( پژواک ٣ مرغومى ٩٠): د سمنګانو ولايت د مرکز ايبک ښار په غرنيو سيمو کې د اتو کيلومترو سړک د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د سمنګانو ولايت د فوايد عامې امر انجينر ضيا همايون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه سړک د جوړولو کار ٩ مياشتې مخکې پيل او نن ( د مرغومي درېيمه) بشپړ شو.
د نوموړي په وينا، دغه سړک د تايخونک او منقوطن د سيمو د ٢٥ کليو لارې د ولايت د مرکز له ايبک ښار سره نښلوي.
همايون څرګنده کړه، چې دغه سړک د اتو کيلومترو په اوږدوالي او پنځو مترو سور سره د تسمې له کلي څخه پيل او د تايخونک په مرکز د مدرسې په کلي کې پاى ته رسيدلى، چې د ٢٠ سانتي مترو په ضخامت کريړ پرې اچول شوى دى.
د سرچينې په وينا، د دغه سړک په اوږدو کې پنځه پلونه او پولګوټې او همدرانګه د سړک د ويجاړېدو د مخنيوي لپاره ٢٠٠ متره استنادي ديوال جوړ شوى او همدارنګه ٤٠٠ متره مکعبه خاورې د غوڼديو او غره څنډې کيندل شوې دي.
د سمنګان د فوايد عامې امر زياتوي، چې پر دغه سړک څه دپاسه ٥٠٠ زره ډالره لګښت راغلى، چې د نړيوال بانک له خوا ورکړل شوى او کار يې د ملګرو ملتونو د کليو د پراختيا د پروګرام(UNOPS) له خوا ترسره شوى دى.
د تايخونک د سيمې اوسېدونکي ملا عبدالصمد پژواک ته وويل: ((دغه سړک زموږ په سيمو کې د خلکو د ستونزو د حل لپاره ډير ګټور دى.))
د نوموړي په وينا،د دغو کليو اوسېدونکو مخکې د ولايت مرکز ته د رسېدلو په خاطر ١٢٠ کيلو متره مزل کاوه.
د سمنګان د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، د تايخونک په غرنيو سيمو کې د ٣٤ کيلو مترو سړک د جوړونې کار د دوه نيمو ميليونو ډالرو په لګښت جريان لري.










