زرنج (پژواک ٣ مرغومى ٩٠): د لومړي ځل لپاره په نيمروز ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې د کچې د ټيټېدو په موخه له دوه کلنې روزنيزې دورې څخه ١٢ متخصصې قابلې فارغې شوې.
دا قابلې به د نيمروز په مرکزي روغتون، روغتيايي کلينيکونو، په لرو پرتو ولسواليو او کليو کې پر دندو وګومارل شي.
د نيمروز د عامې روغتيا مشر نوراحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نيمروز کې به د قابلو روزنه نوره هم وغځيږي.
هغه هېله وښوده، چې نيمروز به په راتلونکي کې په دې وتوانېږي، څو ګاونډيو ولايتونو ته هم قابلې وروزي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه قابلې له دوه کلنۍ روزنيزې دورې وروسته نن (د مرغومې ٣مه) فارغې شوې، چې د مرکز او ولسواليو روغتيايي مرکزنو ته به واستول شي.
هغه وويل، چې د روغتيايي پرسونل، په ځانګړې توګه د قابلو له کمښت سره مخ دي او اوس د دغو قابلو په ګومارلو سره به داستونزه حل شي.
شکيبا، چې په دې دوره کې يې قابلو ته روزنه ورکړې، پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو قابلو پر مټ کولاى شي، څو په لرو پرتو ولسواليو او کليو کې مور او ماشوم ته د خدمت جوګه شي.
له دغې روزنيزې دورې فارغې شوې پلوشې پژواک ته وويل: ((خوشاله يم، چې له دوه کلنې روزنيزې دورې وروسته په کلې کې د ميندو خدمت وکړم.))
په نيمروز کې د برک موسسې مسوول محمد انس رحيمي وويل، چې دا روزنيزه دوره يې د عامې روغتيا رياست په همکارۍ په لاره اچولې ده.
د هغه په وينا، دا قابلې له سلو کسانو تر ازموينې وروسته غوره او د يوه دوه کلن پروګرام په ترسره کېدو فارغې شوې.
رحيمې په ډاګه کړه، چې دغه روزنيز پروګرام به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.










