منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د هند په يوه روغتون کې د نه پاملرنې له امله يوه افغان ساه ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د هندوستان د جيپور ښار په يوه روغتون کې د ډاکترانو د نه پاملرنې له امله يو افغان ناروغ ساه ورکړې ده.

د (ټايمزاف انډيا) په نوم يوې هندۍ ورځپاڼې د مرغومي په ٥مه خبر ورکړى، چې دا پېښه پرون د جيپور ښار د سواى مان سنګهـ (اېس اېم اېس) په روغتون کې رامنځته شوې ده.

يادې ورځپاڼې ليکلي، چې مړ شوى افغان محمد داوود نومېده او پرون له غرمې مخکې په لسو بجو په يوه ترافيکي پېښه کې له ټپي کېدو وروسته ياد روغتون ته ور وړل شوى و.

ورځپاڼې د مړ شوي داوود د يوه پايواز محمد سليم په حواله ليکلي، چې داوود په ترافيکي پېښه کې سخت ټپي شوى و او د روغتون په بېړنۍ څانګه کې بستر شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، که څه هم د داوود ټپونه کاري وو او ترې ډېره وينه تللې وه، خو بيا هم تر يوه ساعته پورې هېڅ ډاکتر د هغه درملنې ونه کړه.

سليم ويلي، چې د غرمې په دوولس بجې، وروسته له دې چې د هغه ډېره وينه ولاړه، داوود ساه ورکړه او مړ شو.

نوموړې ورځپاڼې ليکلي، چې د جيپور ښار په بېلابېلو روغتونونو کې ډاکترانو اعتصاب کړى، چې له امله يې تر اوسه ٤٥ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

خو ځايي چارواکي دغه راپورونه ردوي، چې ګوندې ياد شوي کسان د ډاکترانو د اعتصاب له امله مړه شوي دي.

د جيپور د روغتيا د څانګې ډايرېکټر بي ارمينا پرون په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دوى په ټولو روغتونونو کې د بېړنيو ناروغانو د درملنې لپاره احتياطي تدابير نيولي دي.

د يادونې ده، چې تېر کال هم د هندوستان د نوي ډيلي ښار په يوه روغتون کې د يوه افغان مړى په يوه پټ ځاى کې موندل شوى و.