غزني ښار (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): په غزني کې د نري رنځ (توبرکلوز) د ناروغۍ د درملنې لپاره اسانتياوې زياتې شوي او په اړوند روغتون کې يې هر کال نږدې د ١٧٠٠ ناروغانو درملنه کېږي.
په غزني کې د نري رنځ د ناروغۍ د درملنې د مرکز مشر ډاکتر قاهر شمس پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ناروغانو د شمېر زياتوالى د ناروغۍ د زياتوالي په معنا نه دى؛ بلکې د ناروغيو د موندنې او تشخيص پايله ده.
د هغه په وينا، له غزني پرته د پکتيا، پکتيکا، لوګر، ميدان وردګو او زابل ولايتونو ناروغان هم په غزني کې دغه روغتون ته د درملنې په موخه ورځي.
نوموړى وايي، چې د غزني د نري رنځ د ناروغۍ د درملنې مرکز پراخ شوى او د پخوا په پرتله په ولسواليو کې هم د دغو ناروغۍ د درملنې مرکزونه جوړ شوي دي.
ډاکتر شمس زياتوي، چې د غزني په کچه په ٢٠٠١ زېږديز کال کې د نري رنځ (سيل) ناروغۍ د درملنې يو مرکز شتون درلود، خو اوس د دغو مرکزونو شمېر ٣٣ ته لوړ شوى دى.
د نوموړي په خبره، په تېرو کلونو کې چې مرکزونه کم وو، د ناروغۍ د درملنې اسانتياوې هم کمې وې او اوس چې مرکزونه زيات شول، اسانتياوې هم زياتې شوې او د ناروغۍ د تشخيص او موندنې کار هم ګړندۍ شوى دى.
د هغه په خبره، د سيل په ناروغانو کې ٦٥ سلنه ښځې، ٧ سلنه ماشومان او پاتې نور يې د پاخه عمر لرونکي او يو شمېر ځوانان دي.
نوموړي وويل: ((د دې ناروغۍ لاملونه لوږه، جګړه، بېکاري، د پوهې او تعلم د کچې ټيټوالى دى.))
ډاکتر قاهر شمس وايي، دوى د سيل د درملنې په مرکز کې د اتو مياشتو لپاره ناروغ تر درملنې لاندې نيسي او په دې موده کې يې ټوله درملنه او درمل وړيا دي او دغه راز هر ناروغ ته يوه اندازه خوراکي توکي هم ورکول کېږي.
د غزني د عامي روغتيا سرپرست ډاکتر احمدشاه هم وايي، چې د سيل د ناروغۍ پېښې نه دي زياتې شوې، بلکې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره په مرکز او ولسواليو کې د تشخيص اسانتياوې زياتې شوې دي.
د هغه په وينا، د نري رنځ ناروغۍ د درملنې مرکزونو دا اسانتيا رامنځته کړه، چې په لرې پرتو سيمو کې هم د دې ناروغۍ ښه درملنه وشي او هر څوک په خپله سيمه کې درملنې ته لاسرسى پيدا کړي.
د نري رنځ ناروغۍ د درملنې مرکز ته په سلګونو کسان د درملنې او د درملو د ترلاسه کولو په موخه ورځي.
د زنخان ولسوالۍ يو په نري رنځ اخته ٥٠ کلن خان محمد وايي، چې دوه مياشتې مخکې يې په همدغه مرکز کې ناروغي تشخيص شوه.
دى وايي، چې تر دې مخکې يې د کورنۍ دوه مېرمنې هم په دې ناروغۍ اخته وې، خو اوس يې د ناروغۍ درملنه شوې ده.
نرى رنځ يوه ساري ناروغي ده، د ګډ خوراک او ساه اخيستو له امله په خلکو کې خپرېږي.










