کندوز ښار(پژواک دمرغومي ٦مه ٩٠): د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې ديو پول په پرانيستلو سره ،چې دالمان هېواد په مرسته يوميليون ډالره لګښت پرې راغى،زرګونه کورنۍ چې ډېرى يې بزرگران دي، د تګ او راتګ له اسانتياڅخه بهرمنې شوې.
دا پول،چې ٧٢ متره اوږدوالى او ٦ متره سور لري او دچهاردى دسيند دپاسه جوړ شو، نن په رسمي ډول ګتې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ((راهو)) رغنيز شرکت مشر محمد امين،چې دياد پول د جوړولو کار يې پرغاړه و،پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا پول ديو کال په موده کې په اساسي او پوخ ډول جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، دا پول د چهاردرې ولسوالۍ په رحمت باى کلي کې جوړ او دکابو شل زرو کورنيو ،چې ډيرى يې کروندګر دي ،د تګ راتګ ستونزه هواره شوه.
د ګل محمد په نوم يو بزګر پژواک اژانس ته وويل،چې تر دې مخکې به هغوى کندوز ښار ته ددوبندي سيمې دعمومي پول له لارې تلل او شاوخوا دو ساعته د موټر مزل به يې کاوه،خو اوس دا مزل په نيم ساعت کې ترسره کوي.
هغه زياته کړه،چې پخوا د يوتن دموټر کرايه ٦٠ افغانۍ وه،خو دنوي پول په جوړيدو سره کرايه ٢٠ افغانيو ته راټيټه شوه ، د کرنيزو محصولاتو کرايه هم راولوېده او خلک خپل ناروغان په مناسب وخت روغتون ته لېږدوي.
ددې پول دپرانيستې په مراسمو کې دکندوز والي محمد انور جګدلک وويل،چې پول دخلکو د اقتصاد د غوړېدو په برخه کې مهم نقش لوبوي او د عامه ګټو دخدمتونو او دامنيت دټينګښت په لار کې د دولت د هڅو څرګندوى دى.
هغه زياته کړه،چې دا پول د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت دالمان هېواد په مرسته جوړ شو،چې دا مرستې د قدر وړ دي.
په کندوز کې د ولايتي بيارغونې ډلې قوماندان ډګروال اسوالد روش Oswald Rosch وويل،چې هېواد يې د افغانستان په ګډون د دې هېواد دشمال ولايتونو سره مرستو ته ژمن دى.
نوموړي زياته کړه،چې هېواد يې نه يواځي په پوځي او دامنيت دټينګښت په برخو کې، له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه فعاليت کوي،بلکې په ملکي ډګر کې هم مرستې ته دوام ورکوي ،چې بېلګه يې ددې پول پرانيستل دي.
ديادونې وړ ده،چې د يونيم ميليون يورو په لګښت د المان په مرسته، له چهاردرې ولسوالۍ څخه د کندوز تر ښار پورې د شپږ نيم کيلومتره سړک د پخولو او د يو پول دجوړولو کار هم له تېر يونيم کال را پدېخوا روان دى،چې د سيمه ييزو مسوولينو په وينا په يو بل کال کې بشپړ او ګټې اخيستنې به ته وسپارل شي.









