منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د څار ادارې راپور تاييد نه کړ

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د څار ادارې کلنى راپور نه مني او وايي، چې په روان کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې د ګوټو په شمار وې.

 تېره ورځ د رسنيو د څار ادارې مشر صديق الله توحيدي په کابل کې د يوې خبري ناستې او د کلني راپور د خپرولو پر مهال وويل، چې په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٨٠ پېښې ثبت شوې، چې په دغه هېواد کې دا ډول پېښې د تېر کال په پرتله ٣٨ سلنه ډېرې شوې دي.

 د نوموړي په وينا، په ٢٠١١ زېږديز کال کې د بېلابېلو پېښو له امله درې خبريالان وژل شوي، شپږ ټپيان شوي، ٣٣ ډبول شوي، دوه نيول شوي، ٢١ تنه ګواښل شوي او ١٥ نور توهين شوي دي.

 توحيدي زياته کړه، چې په وژل شوو خبريالانو کې د پژواک خبري اژانس خبريال احمد امېد خپلواک، د يوه ايراني ټلويزيون (press) کمره مين فرهاد تقدسي او د لغمان ولايت د کله ګوش د راډيو خبريال جعفر وفا شامل دي.

 خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال دين محمد مبارز راشي نن (د مرغومي ٧مه) په يوې خبري ناسته کې، روان کال د خبريالاتو لپاره تر ټولو ښه کال وباله او ويې ويل، چې د ياد شوي وزارت د رسمي شمېرنو له مخې، د روان کال په ترڅ کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي يواځې څلور پېښې ترسره شوې دي.

 نوموړي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبريالاتو د ټولو شکايتونو د څېړلو او رسېدنې مرجع وبلله او زياته يې کړه، چې د خبريالاتو هغه شکايتونه چې په وزارت کې ثبت شوي، په جدي ټوګه څېړل شوي او پايلې هم درلودلې دي.

 راشدي زياته کړه: ((د شمېرنو د اخيستلو څرنګوالى ډېر مهم دى او د رسنيو د څار راپور په داسې بڼه دى، چې يو خبريال له کوم ولايت څخه زنګ وهي او خپل شکايت ورکوي او د رسنيو د څار اداره هغه د يو راپور په توګه ثبتوي.))

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال وويل، دا چې د موضوع حقيقت څه ډول دى، د رسنيو د څار اداره نه شي کولى هغه په کره توګه ثبت کړي او يا دا چې کوم شکايت په ځاى دى او کوم نه دى؟ ثابتول يې ستونزمن کار دى.

 نوموړي زياته کړه، چې دوى د رسنيو د څار د ادارې کلني راپور ته درناوى کوي؛ خو هغه په بشپړه توګه نه شي منلاى.

 راشدي وويل: ((موږ د هغه مرجع په توګه چې د دولت په ترکيب کې يو، د رسنيو د حقونو مدافع او هغوى ته اسانتياوې برابروو او  د هر هغه چا پر وړاندې چې د خبريالۍ د کار مخ ډبوي، هېڅ ډول هڅې به ونه سپموو.))

 نوموړي زياته کړه: ((موږ که د رسنيو د څار راپور ومنو او کې يې ونه منو، د يوې ملاتړې مرجع په توګه د رسنيو د ښه کار او د بيان د ازادۍ ملاتړ کوو او په دې برخه کې له رسنيو څخه ملاتړ کوو، همدارنګه په تېرو لسو کلونو کې رسنۍ په افغانستان کې تر ټولو لوى غنيمت بولو، چې د افغانستان په تاريخ کې يې سارى نه درلود.))

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال زياته کړه، چې دوى نه غواړي د حکومت دغې لويه لاسته راوړنې ته زيان ورسېږي او يا کمزورې شي؛ خو د رسنيو د فعاليت د ښه والي په موخه به له هر ډول ممکنه تدابيرو څخه  کار واخلي.

 راشدي له خبريالانو څخه وغوښتل، چې له کومې ستونزې سره د پېښېدو پر مهال له اطلاعاتو او فرهنګ سره اړيکه ونيسي، ترڅو موضوع په جدي توګه تعقيب شي.

 نوموړي تينګار وکړ، چې د خبـريالانو پر وړاندې ناوړه چلند د هېچا له خوا د منلو وړ نه دى او پر وړاندې يې بايد په جدي توګه چلند وشي.

 نوموړي په داسې حال کې چې ويل يې، افغانستان اوسنيو حالاتو ته په پاملرنې سره اوس هم د خبريالانو د کار لپاره يو خطرناک ځاى دى، زياته يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، ترڅو د رسنيو له ځان او کار څخه ملاتړ وشي.

 د يادونې وړ ده، چې د رسنيو د څار په راپور کې راغلي، چې د تاوتريخوالي له يادو شويو ٨٠ پېښو څخه ٤٩ يې د دولت، ٩ يې د وسله والو طالبانو، ٤ يې د ناټو ځواکونو او ١٨ د ناپېژاندو اشخاصو له خوا ترسره شوې دي.

 د رسنيو د څار مسوول د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې تېر کال په هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٥٨ پېښې ثبت شوې وې.