کابل(پژواک دمرغومي ٧مه ٩٠): کابل ښاروالۍ اعلان وکړ ،چې تر دوو راتلونکو کلنو پورې به دکابل ښار دټولو ناحيو کورونو او کوڅو ته ځانګړي ادرسونه او شمېرې وټاکل شي.
کابل ښاروالۍ، په کابل ښار کې د کورونو اوکوڅو لپاره د ځانګړي ادرس نشتون يوه ستونزه بولي او وايي،چې له پلان سره سم او بې پلانو کورونو ته ځانګړى ادرس او شمېره ورکول کېږي.
د کورونو او کوڅو لپاره د لوحو د جوړولواو نصبولو پروژه( ځانګړى ادرس) څه باندې لس ميلونه لګښت اخلي،چې تړون يې نن (دمرغومي ٧مه) دکابل ښاروالۍ او افغان بيسم خصوصي شرکت ترمنځ لاسليک شو.؛
کابل ښاروال محمد يونس (نوانديش) وويل،چې هغوى د ښاري خدمتونو په لړ کې د کابل ښار دکورنو او کوڅو لپاره د ځانګړي ادرس دنصبولو په لټه کې دي.
هغه وويل: ((تر اوسه داسې معمول ده،چې يو کس له ولايت او يا يو هېواد څخه يو کور ته ليک او يا بل څه رالېږي، له بده مرغه داسې کوم ځانګړى ادرس نه لرو او د لادرکي لامل ګرځي.))
نو انديش وويل: هغوى پتېيلې ده ، داسې سروى او طرحه جوړه کړي چې په ترڅ کې يې دکابل ښار ټول کورونه ځانګړى ادرس ولري،چې ددې پروګرام په عملي کېدو سره به آدرسونه په اسانه توګه وموندل شي.
کابل ښاروال زياته کړه،چې دا پروګرام له لسمې او څلورمې ناحيې څخه پيل کېږي ،ښاروالۍ د نورو ناحيو په نقشو باندى کار کوي او اټکل کېږي ،چې دا پروګرام په دوو راتلونکو کلنو کې دکابل ښار په ټولو ناحيو کې پلى شي.
هغه په دې خپګان څرګند کړ ،چې دکابل ښار کورونه تراوسه ځانګړى ادرس نه لري وويل،چې له افغان بيسيم شرکت سره توافق شوى ،چې هر کور او کوڅې ته دې ځانګړى ادرس او شمېره نصب شي.
په ورته وخت کې د افغان بيسم خصوصي مخابراتي شرکت مشر انجينر امين رامين وويل،چې هغوى دکابل ښاريانو دستونزو په پېداکولو سره تصميم ونيو،چې د خلکو دهوساينې په خاطر په ټولو کورنو او کوڅو کې ځانګړى ادرس نصب کړي.
نوموړي زياته کړه کابل ښار د دې ترڅنګ، زياتې ستونزې لري د کورنو او کوڅو دځانګړي ادرس نشتون خلکو ته سرخوږى را پيداکړى دى.
دهغه په وينا، افغان بيسيم شرکت ددې بې نظمي دمخنيوي په خاطر وغوښتل ،څو دکابل ښاروالۍ په مرسته دې ستونزې ته دپاى ټکى کېږدي ،کورونو او کوڅو ته دځانګړي ادرس په برابرولو او نصبولو سره دښاري کلتور په برخه کې يو بل مهم ګام پورته کړي.
رامين زياته کړه،چې ددې لوحو برابرول او نصبول د افغان بيسيم په غاړه دي او دا کار په کلکه توګه پرمخ بيايي.
د افغان بيسيم شرکت مشر زياته کړه،چې دا لوحې په معياري ډول جوړې شوي او لګښت يې څه باندې لس ميليونه افغانيو ته رسېږي.
دکابل ښار يو شمېر اوسېدونکو هم د دې ګام هرکلى کړى دى.
دکابل ښار د تايمني پروژې د دريم سړک اوسېدونکي کمال الدين پژواک ته وويل، د ټاکلي ادرس نشتون ددې لامل ګرځي،کله چې يو نابلد کس کابل ته راشي، له زيات سرخوږي سره مخ کېږي.
نوموړي زياته کړه: (( زما يو خپلوان چې غوښتل يې له بهرڅخه راشي، ومې غوښتل چې ادرس ورکړم ،خو د ټاکلي ادرس د نه درلودو له کبله ونه توانېدم څو سمه پته ورکړم ،اړ شوم چې هوايي ډګر ته لاړ شم او خپل مساپر له ځانه سره راولم.))
د کابل ښار دخيرخانې مينې اوسېدونکي نويد وويل،چې دځانګړي ادرس نشتون دکابل ښاريانو لپاره يوه جدي ستونزه ده.
د نوموړي د کورنۍ څو غړي ،چې له هېواد څخه بهر دي وويل: ((کله چې له بهر څخه موږ ته څه را استوي،په ډېرو ستونزو هغه ترلاسه کوو.))
نوموړى، چې د غلام حيدرخان د لېسې زده کونکى دى يادونه يې وکړه، که کورونه او کوڅې ځانګړى ادرس ولري ،خلک کولى شي څو هغه توکي چې دهېواد له ولايتونو او بهرنيو هېوادونو څخه رالېږل کېږي ،ترلاسه کړي.









