منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار ښار پاکولو په موخه حشر تر سره شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

کندهار ( پژواک ٨ مرغومى ٩٠ ) : په کندهار ښار کې د دولتي چارواکيو، امنيتي مسوولينو، زده کوونکيو، د يو شمېر کولتوري او ښوونيزو ټولنو د استازيو، خبريالانو او نورو په ګډون د چاپېريال د پاک ساتلو په موخه حشر تر سره شو.

 په دې حشر کې د قبايلو او سرحداتو وزير او د سوېل د امنيتي چارو مسوول اسدالله خالد، د کندهار امنيه قوماندان مل پاسول عبدالرازق، د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر، د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري هم ګډون کړى و.

 حشر د کندهار د نوي ښار په سيمه کې تر سره شو، چې په ترڅ کې يې سړکونه او لښتي له کثافاتو پاک شول.

 د سرحدونو او قبايلو وزير او د ولسمشر له خوا د سوېل د امنيتي چارو لپاره ټاکل شوي مسوول اسد الله خالد د حشر پر مهال وويل، چې په دې وروستيو کې د کندهار ولايت امنيت ښه شوى، چې د هغوى له خوا دغه حشر تر سره کول يې يوه نمونه ده.

 هغه زياته کړه: ((زه په دې باور يم، چې د امنيت دغه لړۍ به نور هم دوام پيدا کړي او په ټولو سيمو کې به خلکو ته د ډاډمن امنيت شرايط برابر شي.))

 د نوموړي په وينا، د امنيت له ښوالي  سره جوخت يې د ښار پاکولو حشر پيل کړى، تر څو په دې توګه کندهار ښاريان هم د خپلو اړوندو سيمو د پاکولو لپاره را ووځي او خپل چاپېريال پاک وساتي.

 د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار ښار د پاکولو دغه حشر به دوام پيدا کړي، تر څو له دې لارې خلک وهڅول شي، چې د ککړ چاپېريال مخنيوى وشي.

 هغه زياته کړه، امنيتي ارګانونه يواځې خلکو ته د امنيت د سمون په برخه کې کار نه کوي، بلکې د ښار د پاک ساتلو په برخه کې به هم خپل مسووليتونه تر سره کوي.

 کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر له چارواکيو مننه وکړه، چې د ښار په پاکولو کې يې برخه واخيسته، هغه په دې توګه ښاريانو ته پيغام ورکړ، چې هغوى هم په ورته توګه په حشرونو کې برخه واخلي او د خپل ښار د پاکولو پر مهال د شرم احساس و نه کړي.

 د نوي ښار سيمې يو تن  اوسېدونکي سبحان الله پژواک اژانس ته وويل چې ددولت ترڅنګ ښاريان هم بايد د خپل ښار په پاکولو کې بشپړه ونډه واخلي.

 هغه له حکومت څخه وغوښتل چې دا ډول حشر په ټول ښار کې ترسره کړي.

 يوه ورځ مخکې د څلورمې ناحيې لسګونو اوسېدونکيو او دغه راز دوه مياشتې مخکې د کندهار لسګونو خبريالانو او فرهنګيانو په يوه ګډ حشر کې د ښار ځينې سيمې له کثافاتو پاکې کړې وې.

 په کندهار ښار کې نننى حشر داسې مهال تر سره شو، چې له څه مودې راهيسې د کندهار ښاروالۍ او يو شمېر ملکي او نظامي ادارو سره په همغږۍ د خلکو پر وړاندې د موانعو د لرې کولو لړۍ هم روانه ده.