منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ده يک ولسوالۍ کې د اوبو د زېرمه کولو بند پرانېستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

غزني ښار( پژواک ٨ مرغومى ٩٠): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د اوبو د زېرمه کولو بند پرانېستل شو.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده نن د (مرغومي په ٨ مه) د ياد بند د پرانېستلو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې د اوبو د زېرمه کولو بند د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د څلور سوه اويا زره ډالرو په لګښت جوړ شو.

د هغه په وينا، له دغه بند سره به د سيمې د کروندګرو ١٥ زره جريبه ځمکې ته اوبه ورسيږي او د خلکو په اقتصادي وده کې به زياته ونډه ولري.

نوموړي وويل، چې په راتلونکي کال کې په پام کې لري، چې په څلورو نورو ولسواليو کې هم د اوبو د زېرمه کولو ورته بندونه جوړ کړي.

دغه بند د واورو او بارانونو د اوبو د زېرمه کولو په موخه جوړ شوى دى .

د غزني د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رييس سلطان حسين عباسيار هم دا ډول بندونه د کرنيز اقتصاد په وده کې خورا اغېزمن وبلل.

نوموړي وويل،  چې له يوې خوا د بند زېرمه شوې اوبه پراخې ځمکې خړوبولى شي او دغه راز ور څېرمه کاروزنه هم ترې تازه کېداى شي.

د ده يک ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر نصرالله د دې بند جوړېدل د ټول ده يک لپاره ګټور بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ولسوالۍ ٧٢ زره نفوس لري، خو د بند اوبه  به د دې شمېر نيمايي خلکو لپاره ګټورې تمامې شي.

ده وويل: (( پخوا د باران او سيلاب اوبو کرنيزو ځمکو ته ډېر زيانونه اړول، خو اوس له يوه لوري د سيلابونو مخه ډب شوه او له بل لوري زېرمه شوې اوبه د سيمې کرنيز اقتصاد نور هم پياوړى کولاى شي.))