پلخمري (پژواک٩مرغومى ٩٠): په بغلان ولايت کې روغتيايي مسوولين وايي،چې د وهلو ټکولو له امله د مېرمن سورګل درملنه په افغانستان کې امکان نلري، نو بايد نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.
١٥کلنه مېرمن سورګل څلور ورځې مخکې د بغلان ولايت د امنيتي موظفينو له لوري د خپل کور په تشناب کې له شپږو مياشتو بند څخه وروسته ، چې دا کار يې د خاوند د کورنۍ له لوري ترسره شوى و، بهر را ووېستل شوه.
د بغلان د ولايتي روغتون د جراحي څانګې موظف ډاکټر محمداکبر صديقي نن د مرغومي په ٩مه پژواک اژانس ته وويل،چې دمګړۍ د مېرمن سورګل روحي وضيعت ښه شوى، خو د ښې درملنې په موخه دې هندوستان ته ولېږدول شي.
همدارنګه د بغلان ولايت د ښځو چارو رييسې رحېمې ظريفي ددې عمل د غندلو ترڅنګ وويل،چې د مېرمن سورګل درملنه په افغانستان کې امکان نلري.
هغې چې د مېرمن سورګل د معالجو ډاکټرانو له خولې يې له پژواک سره خبرې کولې وويل،چې ددې مېرمنې پر بدن ټپونه سخت دي او دوامدارې درملنې ته اړتيا لري.
د ښځو چارو رييسې زياته کړه،چې له هيواد څخه بهر يوې افغانې مېرمنې په هندوستان کې د سورګل د درملنې ژمنه کړې ده.
سرچينې د دې مېرمنې او د اوسېدو د ځاى په اړه يې معلومات ورنکړل.
همدارنګه د بغلان ولايت امنيتي مسوولين وايي،چې د مېرمن سورګل د خسر او د خاوند د نيولو جدي هڅې روانې دي.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد پژواک ته وويل،چې ددې پېښې په تړاو د ميرمن سورګل خواښې او د خاوند خور نيول شوي او جدي پوښتنې ترې روانې دي.
د ښځو له حقوقو څخه د دفاع او د مدني ټولنو د بنسټونو غړي له دولت څخه غواړي،څو د مېرمن سورګل قضيه و څېړي او هيره يې نکړي .
په بغلان ولايت کې د ښځو د ټولنې مسوولې شکريه اصيل د مېرمن سورګل د قضيې د غندلو ترڅنګ له دولت څخه وغوښتل،څو ددې تاوتريخوالي عاملين ونيسي او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسوي.
همدارنګه په بغلان ولايت کې د مدني ټولنې ديوه بنسټ غړې نادره حيات وايي،چې د دولت نه پاملرنه ددې لامل شوې،چې ښځې لا تر تاوتريخوالي لاندې راشي.
هغه ګواښ کوي،که چيرې دولت دا قضيه په جدي توګه ونه څېړي او پايله يې د بغلان خلکو ته د رسنيو له لارې په ډاګه نکړي ، نو د ولايت ښځې تصميم لري،څو په لاريونو لاس پورې کړي.









