منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۳ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

دعامې روغتيا وزارت لاهم د خصوصي روغتونونو دمقررې په برابرولو بريالى شوى نه دى

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

کابل(پژواک دمرغومي ١٢مه ٩٠): افغان حکومت شاوخوا اته کاله وړاندې دخصوصي روغتونو په مقررې  کارپيل کړى او تراوسه ددې مقررې په نهايي کېدو نه ده بريالى شوى  دا په داسې حال کې ده چې د روغتيايي چارو يو شمېرکارپوهان ددې ځنډ لامل له خصوصي روغتونونو سره د چارواکو اړيکې په ګوته کوي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د شينوزاده په نوم يو خصوصي کلينيک په کابل او يو خصوصي روغتيايي کلينيک په خوست کې فعاليت کاوه،خو د عامې روغتيا د مالوماتو له مخې په تېرو ١١ کلنو کې ٩٢خصوصي کلينيکونه او روغتونونه په مرکز او ١٤٣ خصوصي مرکزونه په ولايتونو کې فعاليت پيل کړى دى.

دعامې روغتيا چارواکي وايي،چې تراوسه د طالبانو په  رژيم کې له جوړې شوې مقررې ، څخه په روغتيايي مرکزونو کې ګټه اخيستل کېږي.

دعامې روغتيا د خصوصي روغتونونو دڅانګې مشر ډاکټرکريم نصرت پژواک خبري اژانس ته وويل له دې کبله چې ياده مقرره ابتدايي، لنډه او اړتياوو ته ځواب نشي ورکولى، دې وزارت اته کاله وړاندې وپتېيله ، څو خصوصي روغتيايي مرکزونو او اوسنيو اړتياوو  ته په پام سره ، نوى مقرره جوړه کړي.

دهغه په وينا، په اوسني وخت کې د يوې بشپړې او مناسبې مقررې د نشتون له امله ،يو شمېر خصوصي روغتونونه د معيار خلاف له ګڼې ګوڼې ډکو سيمو او دسړکونو ترغاړې فعاليت کوي او ودانۍ يې هم ستنډرډ نه دي.

نوموړي د لفټ، د موټرونو تم ځاى، د مسلکي کارکونکوو کمښت او داسې نور دخصوصي روغتونونو ستونزې وبللې او ويې ويل،چې د نوې مقررې په بشپړيدو به داستونزې هوارې شي.

سرچينې زياته کړه: ((موږ مدام غوښتنه کړې،چې دنوې مقررې تر نهايي کېدو دې ،د خصوصي روغتونو جوړول وځنډېږي،چې ديوې مودې لپاره همداسې وشول ،خو بيا پيل شول.))

هغه په دې اړه،چې په تېرو لسو کلنو کې ولې نوى مقرره بشپړه نه شوه او اوس هم دعدلېي وزارت د قانون جوړولو په کميټه کې شتون لري؟ وويل په دې اړه بايد د عامې روغتيا جګپوړي چارواکي ځواب ووايي.

دعامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر عبدالله فهيم وايي، ددې مقررې کارچې ټول اړين مسايل په کې شامل دي،څو مياشتې وړاندې دعامې روغتيا په وزارت کې نهايي او عدليې وزارت ته استول شوې ده.

هغه عدليې وزارت ته ددې مقررې د لېږلو کره نېټه په ګوته نه کړه او دمقررې دکار د ځنډېدو په اړه يې وويل: ((موږ له دوو ستونزو سره مخ وو، يو د وزيرانو په کچه بدلون او بل عدليي وزارت په دې ټينګار کاوه ،چې بايد دخصوصي روغتونو دمختلفو څانګو فيسونه هم په مقرره کې ځاى پرځاى شي،چې دا کار ناشونى دى.))

دهغه په وينا،چې  په اساسي قانون کې د ازاد بازار سيسټم   او د طبي توکو او وسايلو دنرخو بدلون ته  په پام سره،خصوصي سکتور دانه مني چې فيس دې وټاکل شي.

هغه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل،چې دواړه وزارتونو په دې سلاکړى ،څو دعامې روغتيا وزارت له لوري د خصوصي سکټور په همکارۍ ،د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د فيس  لايحه چمتو کړي.

نوموړى وايي،چې دعامې روغتيا وزارت به ډېر ژر د خصوصي سکټور په همکارۍ د فيس لايحه جوړه کړي.

هغه  ديوې مقررې د جوړولو لپاره اته کاله ډېر وخت وباله او هيله يې وښوده ،چې ددې مقررې طرحه په بېړه دعدليې وزارت د قانون جوړونې په کميټه کې د پړاونو له تېرېدو څخه وروسته د وزيرانو شورا د قانون جوړولو کمېټې ته واستول شي.

دعدليې وزارت وياند فريد نجيبي وويل،چې دا مقرره د روان کال د چنګاښ په مياشت کې دعامې روغتيا وزارت له خوا، دې وزارت ته رارسېدلې ده او عدليې وزارت د پړاونو له تېريدو څخه وروسته د روان کال د لړم په مياشت کې د وزيرانو شورا د قانون جوړولو کمېټې ته استولې ده.

دهغه په وينا، اټکل کېږي چې د وزيرانو شورا د قانون جوړولو کمېټه دا مقرره بيا عدليې وزارت ته راواستوي او په دې وزارت کې له پړوانو تېرېدو څخه وروسته، دتصويب لپاره د وزيرانو شورا او له هغه ځاى څخه ولسي جرګې ته واستول شي.

ځينې روغتيايي متخصصين ، دعامې روغتيا پر وزارت نيوکه کوي او وايي ،چې ددې مقررې جوړولو بايد اته کاله وخت نه و، اخيستى.

دعقلي اوعصبي ناروغيو ډاکټر فريد احمد انوري وايي: ((  که چېرته ټيم مسلکي و، سم پلان موجود و، بايد دمقررې کار له يوکال څخه زيات نه و ځنډېدلى.))

هغه په ځينو خصوصي روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو دټيټ کيفيت، د نرخونو لوړوالى او داسې نور ددې روغتونونو ستونزې وبللې، نوموړي د مقررې دکار دځنډېدو په اړه وويل، ښايي هغه ټيم چې دا مقرره برابروي له خصوصي روغتونونو سره د اړيکو درلودلو په ترڅ کې، ددې مقررې د ځنډېدو لامل شوى وي.

خو هغه په دې اړه نورجزييات ورنکړل.

د کورډيد(هالنډۍ انجيو)  د دفتر د روغتيا او پراختيا دپروګرام مسوول او عمومي همغږي کونکي ډاکټر روح الله امين وردگ هم وايي،چې يوه مقرره که هر څومره پوره او له جزيياتو ډکه وي، بايد له دوو کلنو څخه په لږه موده کې طى مراحل شي.

نوموړى همدرانګه وايي: (( زه په دې باور يم چې دمقررې نهايي کېدل به د ډېرو خصوصي روغتونونو په زيان تمام شي ،نو له دې کبله د خصوصي سکټور او ددې مقررې د کاري ټيم دځينو غړيو ترمنځ اړيکي ، ددې لامل شوي دي،څو مقرره په اتو کلنوکې نهايي نه شي.))

خو دعامې روغتيا وياند، ديادو ډاکټرانو ادعاوې ،چې ګواکې د عامې روغتيا وزارت د کارې ټيم او دخصوصي روغتونونو ترمنځ د اړيکو درلودل ،ددې مقررې د ځنډېدو لامل شوي، په کلکه ردوي.

هغه وويل،چې موظف ټيم د مقررې د جوړولو په برخه کې په رښتينولۍ خپل کار ترسره کړى او په دې ټيم کې متخصص او رښتوني کسان ګډون لري.

ددې مقررې کار په داسې حال کې اته کاله وخت اخيستى او لاهم نهايي شوى نه دى، چې يو شمېر خلک د  ځينو خصوصي روغتونونو دخدمتونو له وړاندې کولو څخه سرټکوي.