کابل ښار (پژواک ١٨ مرغومى ٩٠): د کابل ښار د تنظيم کمېسيون ټينګار وکړ، چې لاسي کراچيو او په پلو لارو کې د توکو د پلورلو مخنيوي ته به ادامه ورکوي؛ خو ځينې خلک وايي چې دا کار د دې لامل شوى، څو يو شمېر زيانمن شوي کسان په جنايي جرمونو لاس پورې کړي.
د کورنيو چارو وزارت له سړکونو څخه د سمنټي خنډونو د راغونډولو، د واټونو له پلو لارو څخه د غرفو لرې کولو، د موټرو له ښيښو د تورو فلمونو د پاکولو او د بې نمبر پلېټه او له اسنادو پرته موټرو د درولو يو مياشتنى پراخ کمپاين د روان کال د ليندۍ په ١٩مه، په کابل او اووه نورو لويو ښارونو کې پيل کړ.
د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې تراوسه يې له سړکونو څخه لسګونه خنډونه لرې کړي، د موټرو له ښيښو څخه يې تورفلمونه پاک کړي او له اسنادو پرته سلګونه موټر يې درولي دي.
نو له دې کبله، پرون د ښار پاکولو کمېسيون ناسته وشوه او د دې کمپاين پر دوام يې ټينګار وکړ.
هغه خبرپاڼه، چې د کابل ١٠١ اسمايي زون د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي، په دې غونډه کې يو ځل بيا پرېکړه وشوه، چې د رسنيو له لارې دې خلکو ته اعلان وشي، چې په پلو لارو کې د لاسي کراچيو له اېښودلو او د توکو له پلورلو، چې د ګڼې ګوڼې لامل ګرځي، ځان وساتي.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې له قانوني اجازه ليک پرته د وسلو لېږد، له تورو ښيښو لرونکو موټرو څخه استفاده کول، بې پلېټه او له قانوني اسنادو پرته موټر هم منع دي او کوم کسان چې سرغړونه کوي، له هغوى سره قانوني چلند کېږي.
په دې ناسته کې د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندان، د پوليسو د چارو عمومي مشر، د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو مشر، د استخباراتو مرستيال، د ولسي جرګې د کورني امنيت د کمېسيون مشر، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دوو غړو او د کابل ښاروالۍ مرستيال ګډون کړى وو.
د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون د کابل د پوليسو کړنې وستايلې او د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال محمد ايوب سالنګي ته يې ستاينليک هم ورکړ.
خو د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د لاس پلورونکو او لاسي کراچيو لرې کول د دې لامل شوي دي، څو بې روزګاره شي او زيانمن شوي کسان غلاوو ته لاس واچوي.
د کابل ښار د دوهمې ناحيې د ده افغانانو اوسېدونکي تيمورشاه پژواک ته وويل: ((لسګونه ځوانان چې د ده افغانانو په زېرزميني کې يې توکي پلورل، اوس له دې چې وزګار شوي دي، دې ته اړه شوي، څو د غلا او کيسه بورۍ له لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړي.))
تيمورشاه چې په دې سېمه کې هټۍ لري، زياته يې کړه، هغه د دې سيمې څو ځوانان پېژني، چې پخوا يې په زېرزميني کې د ږيرې ماشينونه پلورل؛ خو اوس داسې ښکاري، چې وزګارتيا هغوى دې ته اړ ايستي، څو پر جنايي جرمونو لاس پورې کړي.
دې هټېوال زياته کړه، تېره ورځ د يادو شويو لاس پلورونکو له ډلې څخه يو تن، چې وزګار شوى، د هغه د دوکان ترڅنګ يې د بل هټېوال له جيب څخه پيسې غلا کړې.
د هغه په وينا، په دې وخت کې هټيوال او کيسه بور لاس او ګرېوان شول، د دوکان دوه ښيښې هم ماتې شوې او کيسه بور په تېښته بريالى شو.
نوموړي زياته کړه، چې دولت دې لاس پلورونکو او کراچيو ته مناسب ځاى وټاکي، څو هغوى کار وکړي؛ له دې پرته که دا کار دوام ومومي، د وزګارو خلکو شمېره لوړېږي او جرمونه به زيات شي.
د کابل ښار د کارته پروان سيمې اوسېدونکي ٤٥کلن عبدالحفيظ، چې لاس پلورونکى دى، وويل: ((د دولت موخه داده چې غريب نور هم غريب شي او په پاى کې په جرمونو لاس پورې کړي او يا له مخالفينو سره يوځاى شي.))
نوموړي زياته کړه، چې دولت بايد ځوانانو ته د کاروبار پيدا کولو لار هواره کړي، نه دا چې د کار کولو کړۍ پرې تنګه کړي.
خو د کابل ښار د پنځمې او اتمې ناحيو مسوولين وايي، چې لاس پلورونکي يې د ميرويس ميدان (کوټه سنګي) او سيد نورمحمدشاه مېنې (کارته نو) پنځو ټاکلو ځايونو ته لېږدولي دي.
همدارنګه کابل ښاروالۍ وايي، چې د لاس پلورونکو او غرفه لرونکو لپاره به د ښار د مرکزي برخې په ګډون په نورو ناحيو کې مناسب ځاى وټاکل شي، څو دا ستونزه هواره شي.









