خوست ښار،پارون،ميدان ښار (پژواک ١٨ مرغومي ٩٠): په خوست ښار کې د اوه سوه متره سړک او په نورستان کې د سيند پر سر ديوه پله د جوړوېدو چارې پيل شوې.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه سړک چارې چې تېر مازيګر (د مرغومي ١٧ مه) پيل شوې، ٧٠٠ متره اوږد دى او په يوه مياشت کې به په پاخه او اساسي ډول جوړشي.
د هغه په وينا، پر ياد سړک )٤٣٠٠٠ ٥ ) ډالر لګښت راځي، چې د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې (USAID) او رم آپ (RAM-UP) موسسې له خوا ورکړل کيږي.
نوموړي وويل، چې د خوست ښار ټول سړکونه بيارغونې ته اړتيا لري او په راتلونکي کال کې به يې له سره ورغوي.
دغه راز د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د اصلاحات اداري ولايتي دفتر لپاره د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت ودانۍ جوړه شوه.
د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي د ودانۍ د پرانېستو د مراسمو پر مهال وويل، چې د دغې ودانۍ په جوړيدو سره به د اصلاحات اداري په کارونو کې چټکوالى راشي.
نوموړي زياته کړه، چې ياده ودانۍ په ميدان ښار کې د مېشتو ايساف ځواکونو له خوا جوړه شوې، چې ١٠ خونې، دوه تالارونه او نور اړين ملحقات لري.
د يو بل خبر له مخې، د نورستان ولايت د درېيو ولسواليو ترمنځ د نورستان د سيند پر سر د يوه پله د جوړولو چارې پيل شوې.
د نورستان والي تميم نورستاني پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه پله چارې نن (د مرغومي ١٨ مه) پيل شوې ، چې په راتلونکو پنځو مياشتو کې به بشپړې شي.
د هغه په وينا، ياد پل، چې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې جوړيږي، ١٨ متره اوږدوالى لري او څلور متره پلن دى، چې د فوايدعامې وزارت له خوا د ١٨٠ زره ډالرو په لګښت جوړيږي.
د نورستان د نورګرام ولسوال ډاکټر مهرالله پژواک ته وويل، چې د دغه پله په جوړيدو سره به د دواب ، منډول او د نورګرام ولسوالۍ سره ونښلي.
د هغه په وينا، له دې پله سره به شاوخوا پنځه زره کورنيو ته اسانتياوې برابرې شي.










