باميان ښار (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): د باميان د فولادي درې او د ښار دننه سړکونو په پخېدو سره به د دې ولايت خلکو ته لازمې مواصلاتي اسانتياوې برابرې شي.
څه موده مخکې د افغانستان او جاپان ترمنځ يو توافق لاسليک شو، چې له مخې يې جاپان د باميان د مرکز سړکونو د پخولو لپاره د ١٥ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د وزيرانو شورا تېره اونۍ دغه توافق تاييد او اړوندو مراجعو ته يې لارښوونه وکړه، څو د دې پروژې د پلي کېدو لپاره اقدام وکړي.
د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل، له دې پيسو نه به په فولادي دره کې ١٢ کيلو متره سړک، چې ٢٠زره وګړي لري، پخېږي او پاتې پيسې به د ښار دننه او دشت عيسى خان پر سړکونو ولګول شي.
هغه زياته کړه، چې د دې سړکونو کار د ١٣٩١ کال په پيل کې پيلېږي او تر هغه وخته به د باميانو سيمه ييز چارواکي د هغه لومړني او اداري کارونه چمتو کړي.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې اوسمهال باميان ښار ته غځېدلى د فولادي درې سړک خام او کم بره دى او يو موټر پرې تېرېدى شي؛ خو کله چې قير شي، د سړک سور به زيات شي.
د فولادي درې خلک د دې پروژې هرکلى کوي او د ځان لپاره يې اقتصادي بدلون بولي.
د فولادي درې د بند جميل کلي اوسېدونکي محمد امين پژواک ته وويل، چې خپله دوه جريبه ځمکه يې د سبو د کښت لپاره ځانګړې کړې ده؛ خو کله ناکله يې حاصلات خرابېږي او نه شي کولى د باميانو بازار ته يې ولېږدوي.
نوموړى چې مالدار هم دى، زياتوي، کومې شيدې او مستې، چې د خرڅلاو لپاره يې بازار ته راوړي، د سړک د خرابوالي له امله څه باندې يو ساعت نيسي، څو بازار ته ورسېږي؛ خو کله چې سړک قير شي، دغه موده به شلو دقيقو ته راکمه شي.
د باميانو د ولايتي شورا غړي حيدر علي احمدي، د دې سړک قېرېدل يوه مهمه زېربنايي پروژه بولي.
د باميانو د والي وياند وايي، دې ولايت ته د جاپان سفير ريچيرو تاکاهاشي (ReiichiroTakahashi) د وروستي سفر مهال، د دې مرستې موخه د باميانو په بيارغونه کې د ياد شوي هېواد مرسته وبلله.
د يادونې وړ ده، چې جاپان په تېرو لسو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د نږدې دوه ميليارده امريکايي ډالرو مرسته کړې ده.
دغه هېواد په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې اعلان کړى و، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له افغانستان سره د پنځو ميليارده ډالرو مرسته وکړي.










