کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠):د افغانستان د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې په چوکاټ کې د رسنيو پنځوس کسيزه کمېټه جوړه او نن يې په کار پيل وکړ.
د افغانستان د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې مشر روح الله قاري زاده په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه کمېټه به په وړيا ډول د خبريالانو له حقونو دفاع کوي.
هغه و ويل ، چې د بيان له ازادۍ، د رسنيو له قانون او په دې برخه کې له نورو اړوند قوانينو څخه ملاتړ، د مخابراتو او خبريالانو له حقونو څخه دفاع کول او د رسنيو د حقوقي موضوعاتو په اړه روزنيز پروګرامونه جوړول، د دې کمېټې له موخو څخه دي.
دغه راز سرچينه زياتوي، چې د رسنيو په برخه کې د ملي او نړيوالو قوانينو په اړه د مدافع وکيلانو د تخصصي کچې لوړول، د رسنيو په اړه د قوانينو تعديل، د وړانديزونه او نظرياتو وړاندې کول هم د دې کمېټې په دندو کې راځي.
دى وايي، چې د خبريالانو د مدافع وکيلانو د کمېټې ١٦ غړو څه موده مخکې په کابل کې د امريکا داننبرک پوهنتون په مرسته په جوړ شوي درې مياشتني کورس کې ګډون هم کړى دى.
په دغې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتى مرستيال مبارز راشدي و ويل، چې تر اوسه د مدافع وکيلانو په نه شتون کې ځينې خبريالانو ته د هغوى د جرم په پرتله ډېره سزا اورول شوې ده.
هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل، خو زياته يې کړه: ((اوس به دغه ستونزه ډېره کمه شي او موږ هڅه کوو، چې اړوند ارګانونه دې ته اړ کړو، څو د ژورنالستانو لپاره يوه ځانګړې محکمه جوړه کړي.))
راشدي په نننۍ غونډه کې هغه دوه مسودې هم يادې کړې، چې دغه وزارت د خبريالانو له حقونو د دفاع په موخه جوړې کړې دي.
هغه و ويل، چې له دغو مسودو څخه يوه يې (معلوماتو ته د لاسرسي) مسوده ده، چې له مخې يې دولتي چارواکي اړ دي، تر څو خبريالانو ته پوره او پر وخت معلومات ورکړي.
د راشدي په وينا، د يادې مسودې له مخې خبريال حق لري، هغه چارواکى محکمې ته کش کړي، چې پوره او پر وخت معلومات نه ورکوي.
هغه وايي، چې دغه مسوده په دولتي ورځپاڼو کې خپره شوې او د قانوني پړاوونو د وهلو لپاره د عدليې وزارت ته استول شوې ده.
راشدي وايي، چې ياده مسوده به ملي شورا ته هم د تصويب لپاره واستول شي.
هغه و ويل، چې د خبريالانو او رسنيو تر منځ د تړون د مقررې مسوده هم جوړه شوې، چې له مخې به يې د خبريال او د رسنۍ د خاوند حقونه خوندي وي.
ده و ويل، چې دغه مقرره هم د عدليې وزارت ته استول شوې او د وزيرانو شورا تر تاييد وروسته به پلې شي؛ ځکه چې د ملي شورا تصويب ته اړتيا نه لري.
په نننۍ ناسته کې د خبريالانو د ملي ټولنې مشر عبدالحميد مبارز د افغانستان د رسنيو د مدافع وکيلانو د کمېټى پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دې کمېټې په جوړېدو سره به د محاکمو په برخه کې د خبريالانو ستونزې ډېرې کمې شي.
هغه د رسنيو پر قانون نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د دغه قانون په يوه ماده کې هم د خبريالانو د حقونو په اړه څه نه دي ويل شوي.










