کندهار(پژواک٢٥مرغومى٩٠):د اروزګان والي وايي، په دې ولايت کې د تېر يوه کال را په دې خوا امنيتي وضعيت ښه شوى، خو د ډاډمن کېدو لپاره يې دغلته بايد پرمختيايي کارونه پيل شي.
د اروزګان ولايت والي محمد عمر شېرزاد، چې نن مازديګر ناوخته يې د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې وويل، که حکومت غواړي، چې په اروزګان کې لاسته راغلى امنيت تلپاتى او ډاډمن شي، نو دغلته دې پرمختيايي کارونه پيل کړي.
هغه زياته کړه، د تېر يوه کال راهيسې امنيتي ارګانونو د ايساف او ناټو په مرسته د اروزګان ګڼې ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو څخه پاکې کړې او د ولسواليو تر منځ هغه لارې يې بيرته پرانيستي، چې د کلونو راهيسې تړلې وې.
د نوموړي په وينا، په تېر يوه کال کې شا و خوا ٧٠ تنه وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي، دغه راز په ډېرو سيمو کې ګڼ شمېر ځوانان، چې پخوا د وسله والو طالبانو په ليکو کې جنګېدل، له جګړې لاس پر سر شوي او پر خپلو کورونو کښېناستلي دي.
خو هغه اندېښنه څرګنده کړه، چې که مرکزي اداره او نړيواله ټولنه په دې ولايت کې پرمختيايي کارونو ته پاملرنه و نه کړي، نو امکان شته، چې له جګړې ګرځېدلي ځوانان بيرته جګړو ته مخه کړي او امنيت بيرته خراب شي.
شېرزاد وويل، چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د اروزګان پرمختيايي چارو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې او په دې موده کې د دې ولايت يوازې ٥ سلنه سړکونه پاخه شوي او ٩٥ سلنه يې خام پاتې دي.
هغه زياته کړه، په دې ولايت کې مخابراتي خدمتونه ډېر محدود دي، يوازې په مرکز ترينکوټ او دهراوود و ولسوالۍ کې ټليفوني اسانتياوې شته.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل، چې په ولسواليو کې ښځينه ډاکټرانې نشته او د ولايت په کچه د ٥٠ بستريز روغتون چارې هم په ټپه ولاړې دي، چې په وار وار يې اړوند مرکزي چارواکي تر خبر کړي، خو ګټه يې نه ده کړې.
هغه په دې ولايت کې د ښوونې او روزنې د بهير په اړه هم معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې دغلته د مسلکي ښوونکو سخته کمي ده او د زده کړې کيفيت ډېر ټيټ دى.
په اروزګان کې د شته دولتي ادارو په اړه هغه وويل، چې يو کال مخکې د هغه د والي کېدو پر مهال په دولتي ادارو کې ٦٥ سلنه دولتي بستونه خالي وو، خو د هغه د پر له پسې کار په پايله کې اوس دا کچه ٣٥ سلنه ته را ټيټه شوې ده.
شېرزاد په دې ولايت کې د برېښنا نشتوالى هم له اساسي ستونزو څخه وګاڼه او ويې ويل، چې آن د دې ولايت په مرکز کې هم ٨٠ سلنه خلک له برېښنا څخه بې برخې دي، په کار ده مرکزي چارواکي په دې برخه کې جدي مرسته وکړي.
نوموړي په ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې اروزګان د هېواد په کچه لومړنى ولايت دى، چې د سيمه ييزو پوليسو جوړولو لړۍ پکې پيل شوه او ټول تشکيل يې ١٤٠٠ تنه دى.
هغه زياته کړه، د اروزګان ولايت په ګيزاب او خاص اروزګان ولسواليو کې سيمه ييزو پوليسو په څو مواردو کې خپلسرې کارونه کړي وو، چې ستونزې يې وزېږولې، خو هغوى پر وخت اقدام وکړ، د سيمه ييزو پوليسو دوه قومندانان يې ونيول او يو تښتېدلى، چې تر څارنې لاندې دى.
دى وايي، د سيمه ييزو پوليسو د منظم کولو او د هغوى د وړتياوو لوړولو په برخه کې يې د کورنيو چارو له وزير سره ليدلي او پر يوه پلان کار کوي، تر څو په راتلونکې کې د خپلسريو مخه ونيول شي.
والي په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د دې ولايت په خاص اروزګان او ګيزاب کې له پخوا څخه کوکنار نه کرل کېدل، خو په نورو کې اوس هم کرل کېږي، چې هغوى يې پر خلاف يوه مياشت مخکې کمپاين پيل کړى دى.
د اروزګان ولايت يوه قومي مشر حاجي خيرو جان هم پژواک اژانس ته وويل، چې د اروزګان ولايت اوسېدونکي د پوهنې، روغتيا، سړکونو او نورو برخو کې ستونزې لري.
هغه زياته کړه، د کندهار _ اروزګان لويه لاره، چې ډېره مهمه ده، تر اوسه نه ده قير شوي او خلک په ډېر کړاو پر تګ راتګ کوي.
نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل، چې هغه دې په خپله د هغوى ستونزو ته پاملرنه وکړي، ځکه د اروزګان ولايت اوسېدونکو ورسره د نوې ادارې د راتلو پر مهال د ستونزو پر وخت ډېره مرسته کړې ده.









