منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

تر ٣٠٠ ټنه زيات بې کيفيته درمل له منځه وړل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): په روان کال کې د هېواد په کچه تر درې سوه ټنه زيات بې کيفيته او تاريخ تېر بېلابېل ډوله درمل له درملتونونو او د درملو له واردوونکو شرکتونو څخه راټول او له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د صحي قوانينو او څېړنې رييس ډاکټر سيد ابراهيم کامل نن د مرغومي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې درملو په تړاو د ١٧ درملتونونو فعاليت ځنډول شوى او د (فيصل کاشف) په نوم د درملو واردوونکى يو شرکت د روان کال په سر کې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوى دى.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په روان لمريز کال کې يو شمېر شرکتونه او درملتونونه چې تر نورو يې سرغړونه کمه وه، پر لنډ مهاله (يوه اونۍ تر شپږو مياشتو) بندېدو سربېره له پنځو زرو تر پنځوس زرو افغانيو پورې نقدي جريمه شوي هم دي.

هغه وويل، چې په روان کال کې د درملو واردوونکو شرکتونو او درملتونونو نقدي جريمه په ټوليزه توګه تر يو ميليون افغانيو زياتېږي.

د پژواک خبري اژانس له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېد، چې د (کاشف فيصل) شرکت د دوسيې په اړه د لويې څارنوالۍ نظر ترلاسه کړي.

د کامل د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې ٤٠٠ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل په مرکز او ولايتونو کې راټول کړاى شوي او په تړاو يې د ٩ درملتونونو فعاليت يې ځنډولى دى.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې تېر کال، يو شمېر درملتونونه د سرغړونې له امله په لنډمهاله توګه بند او د دې جريمې ټوليز مبلغ په تېر کال کې له ٦٠٠زره افغانيو زياتېږي.

ډاکټران وايي، چې بې کيفيته او تاريخ تېر درمل، تر اقتصادي زيان پرته د درملنې پروسه هم ګډوډوي.