کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): ولسمشر حامد کرزي، ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ د واکسين ورکولو مخه نيوونکي د هېواد د ماشومانو دښمنان وبلل.
دغه خبره په هغې خبرپاڼه کې راغلې، چې د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د مرغومي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې حامد کرزي د هېواد په ځـینو ناامـنو سیمو کې د ماشومانو د فلج پر ناروغۍ باندې خواشیني څرګنده کړې او د دولت پر وسله والو مخالفینو يې غږ وکړ، چې د ملي واکسیناسیون ډلو ته دې اجازه ورکړي، چې ماشومان واکسین شي او په دې توګه هغوی له فلج څخه وژغورل شي.
سرچينه کاږي، ولسمشر کرزي په تېرو لسو کلونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ (پوليو) د مخنیوي په لاره کې د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې هڅو ته د اشارې په ترڅ کې ويلي: ((که څه هم د هېواد په ګڼو سیمو کې په دې اړه ډېر کارونه شوي دي او زموږ په میلیونونو ماشومان واکسین شوي او د ګوزڼ له ناروغۍ څخه یې نجات موندلی دی؛ خو د افغانستان په ناامنو سیمو، په ځانګړې توګه د ډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته د اوسېدونکو کورنیو ماشومان لا اوس هم د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه رنځېږي.))
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر له دیني عالمانو، ملا امامانو او قومي مشرانو څخه په ټینګار سره غوښتنه کړې، چې د واکسیناسیون له ډلو سره مرسته وکړي او د دولت وسله وال مخالفین دې ته وهڅوي، چې د واکسیناسیون ډلو ته اجازه ورکړي، چې له پنځه کلنۍ څخه د ټیټ عمر لرونکي ماشومان واکسین شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د عامې روغتیا وزارت د نویو څېړنو له مخې، د ۲۰۱۰ زېږديز کال په پرتله اوسمهال په هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ پېښې درې برابره زیاتې شوې دي.
د دغه وزارت د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۱ زېږديز کال کې د هېواد په کچه د ګوزڼ ناروغۍ ٨٠ پیښې لیدل شوي، چې ٦٢ پېښې یې د فراه ولایت په ګډون د افغانستان په سوېلي سیموکې رامنځ ته شوې دي.










