کابل ( پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠ ) : د کابل د ميربچه کوټ په ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د نسايي – ولادي برخې شل بستريز روغتون جوړ شو.
د کليو او پراختيا وزير جارالله منصوري ددې روغتون د پرانېستې په غونډه کې خبريالانو ته وويل چې ددې روغتون د ودانۍ پر جوړولو څه باندې نهه ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دي .
ده وويل چې ددې لګښت ٨٠ سلنه د کليو پراختيا وزارت او پاتې نور يې د سيمې خلکو ورکړى دى .
د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ثريا دليل ددې روغتون په اړه جوړه شوې ناسته کې وويل چې د روغتون ټول طبي وسايل دې وزارت برابر کړي او مسلکي کسان يې په کې په دنده ګومارلي دي .
هغې وويل چې له دې روغتون څخه به د ميربچه کوټ تر څنګ، د کابل د کلکانو ، فرزې ، ګلدرې او شکردرې ولسواليو خلک هم ګټه پورته کړي .
نوموړې وويل چې تر دې مخکې ددې ولسواليو د نسايي ولادي ناروغانو کابل ته مراجعه کوله ، ځکه چې په دې سيمو کې په دې کچه روغتيايي مرکز شتون نه درلود.
د سيمې خلک هم ددې روغتون په جوړېدو خوښ دي .
د ميربچه کوټ د مرکز اوسېدونکي ميرغلام جيلاني پژواک خبري اژانس ته وويل : (( خوښ يو چې دا روغتون جوړ شو او نور به مو ناروغان د درملنې لپاره کابل ته نه لېږدوو. ))
هغه وايي چې ددې روغتون په جوړيدو سره به نه يواځې ددې سېمې د خلکو، بلکې د کابل د شمال د ډېرو سيمو د خلکو ستونزې را کمې شي .
د همدې سېمې يوبل اوسېدونکى غلام فاروق هم ددې روغتون په جوړېدو خوښ دى ، خو له دولت څخه غوښتنه کوي ، چې ددې روغتون د بسترونو شمېر پنځوسو ته لوړ کړي .









