کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٠): د چاپېريال ساتنې اداره وايي، په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا د کچې معلومولو نوې نصب شوې دستګاه ښيي، چې د دې ښار په هوا کې د مضرو ګازونو کچه دومره نه ده، لکه څومره يې چې وېرې شتون درلود.
خو د چارو ځينې پوهان په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا ستونزه د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې ياده نصب شوې يوه دستګاه د کابل ښار د هوا د ککړوالي کچه او څرنګوالى نه شي معلومولى.
د چاپېريال ساتنې ادارې هم مخکې ويلي و، چې په کابل ښار کې د هوا ککړتيا د ډېرو ناروغيو لامل شوې او كه دولت او خلک په دې اړه مسووليت درك نه كړي، نو۵ يا ۶ كاله وروسته به په كابل كې ژوند کول ناشوني شي.
په کابل ښار کې د مرغومي په ٢٧مه، د لومړي ځل لپاره د هوا د ککړوالي د څرنګوالي معلومولو دستګاه نصب شوه؛ خو چارواکو ويلي چې د ټول ښار د هوا د ککړوالي په اړه د معلوماتو راټولولو لپاره شپږو نورو دې ته ورته دستګاوو ته اړتيا ده.
خو د چاپېريال ساتنې د ادارې وياند محمد خالد نسيمي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ګازونه په هوا کې د حرکت په حال کې دي او له يادې يوې دستګاه څخه هم تر ډېره بريده د هوا د ککړوالي اټکل کېداى شي.
دى وايي، هغه لومړني معلومات چې تر اوسه د دې دستګاه له لارې د هوا د ککړوالي په اړه تر لاسه شوي، ښيي چې د کابل ښار په هوا کې د مضره او تخريبوونکو ګازونو کچه د سيمې د هېوادونو په پرتله کمه ده.
سرچينه زياتوي، يادې ادارې تردې وړاندې تشويش درلود، چې د کابل ښار هوا به له مضرو او مخربو ګازونو ډکه وي؛ خو داسې نه ده.
د ده په وينا، د کابل ښار په هوا کې په ډېره کچه د ګرد او غبار شتون د دې معنا نه لري، چې په هوا کې مضر ګازونه ډېر دي.
هغه وويل، له دې امله د يادې شوې دستګاه له لارې ترلاسه کړې شمېرې دا مهال له رسنيو سره نه شريکوي، چې تراوسه افغانستان د هوا د څرنګوالي د ملي سټندرډ قانون نه لري.
خو هغه زياته کړه، چې د دې قانون مسوده جوړه شوې او د سټندرډ ملي ادارې ته لېږل شوې ده.
دى وايي چې د دې سټندرډ تر جوړېدو وروسته به، د يادې شوې دستګاه په مټ په علمي توګه څرګنده شي، چې په هوا کې شته ګازونه له ياد شوي سټندرډ سره په کره توګه څومره توپير لري.
خو د چاپېريال ساتنې د چارو پوه محمدايوب علوي په اند، په کابل ښار کې د هوا څرنګوالى ښيي چې د دې ښار چاپېريال مناسب حالت نه لري.
دى وايي: ((که موږ د هوا د ککړتيا په اړه دقيق معلومات نه لرو، خو هغه عوامل چې د هوا د ککړتيا لامل ګرځي، ډېر زيات دي.))
د هغه په وينا، په کابل ښار کې د زړو موټرو او د سوند د بې کيفيته توکو شتون ته په پام سره، ويلى شي چې د دې ښار په هوا کې ډېر مضره او مخرب ګازونه شتون لري.
علوي په دې اړه چې د چاپېريال ساتنې ادارې د سټندرډ د قانون د نه شتون له امله دا مهال د هوا د ککړوالي په اړه شمېرې نه وړاندې کوي؟ وويل، ښايي د افغانستان لپاره ځانګړى سټندرډ تراوسه شتون ونه لري؛ خو د نصب شوې دستګاه له لارې کېداى شي تر لاسه شوې شمېرې له نړيوالو سټندرډونو سره پرتله شي.
دغه راز دى وايي، چې نوې نصب شوې يوه دستګاه د کابل د ټول ښار د هوا د ککړوالي په اړه معلومات نه شي راټولولى او بايد ډېرې دستګاوې په بېلابېلو سيمو کې شتون ولري، ترڅو اړين معلومات ترلاسه شي.
دغه راز دى وايي، د يادې نصب شوې دستګاه د معلوماتو څېړل هم يو څه وخت ته اړتيا لري.









